کابل ټکی کام ۲۱میزان/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ څخه په لیرې پرته سیمه «ګرمي کارېز» کې بېګاه ماسخوتن ۹بجې وسلوالو طالبانو د افغان عسکرو په دوه مهمو پوستو پراخ بریدونه پیل کړل، چې تر ۱۱بجو پورې یې دوام وکړ.
خبر وايي چې د برید په پایله کې دواړه پوستې د طالب وسلوالو لاسته ولوېدې، او پکې مېشت ۳۰تنه افغان عسکر ووژل شول، او ګڼ شمېر نور یې ټپيان کړل، او ۵تنه نور یې ژوندي نیولي دي.
له افغان ځواکونو څخه پاتې ۴ټانګونه، ۵ثقیلان، یو وسط هاوان او ګڼ شمېر مرمۍ او نور مهمات طالب وسلوالو ته لاسته ورغلي دي.
ویل کیږي چې طالب وسلوالو دوه ټانګونه هم سوځولي دي.
په یاده جګړه کې د طالب وسلوالو دوو تنو جنګیالیو ته مرګ ژوبله هم ور اوښتې ده.