کابل ټکی کام ۲۱میزان/۱۳۹۴
قدرت الله حسین
د پاکستان د کراچۍ ښار په ګلستان نومې سیمه کې د ځايي خلکو پر کورونو غر راپرېوتی دی، چې لږ تر لږه درې کورنۍ يې لاندې کړې دي.
پوليس وایي، پېښه بېګا ناوخته د ګلستان جوهر بلاک۱ ته نږدې رامنځته شوې ده.
پوليس زياتوي، چې تر دې دمه يې د پېښې له ځايه د ۷ کوچنيانو په ګډون د ۱۳ تنو مړي راويستلي دي او لا هم لټون روان دی.
د سيمې د پوليسو کميشنر شعيب صديقي رسنيو ته ويلي دي، چې په پېښه کې يادې درې کورنۍ په بشپړ ډول تر خاورو لاندې شوي دي، چې شايد ټول غړي يې وژل شوي وي، خو د کورنيو د غړو کره شمېره لا څرګنده نه ده.
















