فراه کې د طالبانو له خوا د شدیدو جګړو له ډاره د مرستیال والي پر زړه دوره راغلې

کابل ټکی کام ۱۸تله/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

دا چې د فراه ولایت مرکز اړوند سیمو کې طالبانو درندو جګړو ته دوام ورکړی دی او د مرکز پر یو شمېر مربوطه سیمو یې واک ترلاسه کړی دی، چې له وېرې د دغه ولایت د والي پر مرستیال د زړه دوره راغلې ده.

خبر وایي، چې د فراه ولایت د والي مرستیال یونس خان دا مهال د درملنې لپاره مرکزي روغتون ته لېږدول شوی دی.

دولتي ځواکونو د جګړې مقاومت له لاسه ورکړی دی او د تېښتې لارې غوره کوي، چې نن غرمه هم د دغه ولایت مرکز اړوند د برنګ سیمه کې د جګړې پر مهال د غونډۍ له پوستې څخه تښتېدلي دي او د دوی په تښتېدو سره طالبانو ته پراخه سیمه لاسته ورغلې ده.

د یادولو ده، فراه ولایت هم د کندوز او هلمند په څېر د سقوط له ګواښ سره مخ دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button