(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۱۸) زرغون خوږیاڼی
یوه فلسطیني ځوان په بیت المقدس کې د اسراییلو پر پولیسو ډزې کړې چې لږ تر لږه یې ۲ اسراییلي پولیس وژلي او ۶ نور ټپیان شوي دي.
د اسراییلو مطبوعاتي سرچینو ویلي، چې یو ۳۹ کلن فلسطیني په بیت المقدس ښار کې پر اسراييلي پولیسو ډزې وکړې، چې په کې ۲ پولیس ووژل شول او ۶ نور ټپیان شول، ددوی په وینا په وژل شوو کې یو نارینه او یوه ښځینه پولیسه شامله ده.
ځايي پولیسو ویلي، چې فلسطینی بریدګر یې هم په ډزو سره وژلی دی.
تر اوسه د پيښې په اړه نور معلومات نشته.
د یادونې وړ ده، چې اسراییلو پوځیانو د بیت المقدس مسجد ته د مسلمانو ځوانانو ننوتل بند کړي دي، چې له امله یې وخت په وخت د دواړ لوریو تر منځ نښتې کیږي.


















