(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۱۸) الماس خدرخېل
د نن نه اووه ورځې وړاندې طالب وسلوالو د کندوز په ښار بريد وکړ، چې د دې ښار زياتره سيمې يې د خپلې ولکې لاندې راوستې.
نن اوومه ورځ ده، چې د کندوز ښار په يو شمېر سيمو کې اوس هم د امنيتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو تر منځ سخته جګړه روانه ده.
د راپورونو له مخې په کندوز کې د جګړې له امله خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.
د کندوز روغتيايي چارواکو ويلي، چې تر دې دمه يې روغتون ته د جګړې له امله تر ۳۰۰ ډېر ټپيان ور وړل شوي دي، خو د وژل شوو په اړه معلومات نه لري.
په ورته مهال د کندوز والي ښار ته د وسلوالو طالبانو د ننوتلو لامل د امنيتي ځواکونو غفلت بولي.
همداراز د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې دفتر وايي، چې په کندوز کې د جګړو له امله لس زره کسان له کورونو بېځايه شوي او نورو ګاونډيو ولايتونو ته ورغلي دي.
بلخوا طالبان د کندوز ښار د جګړې په اړه وايي، چې د دوی پلويانو تېره ورځ ۴ بجې د کندوزښار اړوند سينما کوڅه کې له ګډوځواکونو سره جګړه کړې، چې پکې يې ګډو ځواکونو ته مرګ ژوبله وراړولې ده.
طالبان وايي اوس مهال د ګډو ځواکونو سره د کندوز ښار د خواجه مشد سيمه کې په جګړه بوخت دي.دوی زياتوي په دې جګړه کې يې ۳۰ تنه کمانډو ځواکونه وژلي او يو شمېر نور ټپيان دي.
په جګړه کې ښکېلې غاړې يو بل ته د تلفاتو ور اړولو ادعا کوي.


















