کابل: کارته سخي برید کې ۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۲۱) زرغون خوږیاڼی

تیر ماښام ۷ بجې د کابل ښار په کارته سخي زیارت کې په شیعه ماتم کوونکو د غزادارۍ په مراسمو وسله وال برید ترسره شو، چې په کې ۱۴ کسان ووژل شول او ۳۶ نور ټپيان شول.

د عیني شاهدانو په وینا، د پولیسو په جامه کې یو برید ګر د کارته سخي زیارت په امنیتي پولیس د تومانچې ډزې وکړې او له هغه یې کلاشینکوف ترلاسه کړه، برید په سیمه کې هرې خواته په ماتم کوونکو ډزې پیل کړې، ددوی په وینا تر اوسه معلومه شوې چې په برید کې ۱۴ کسان وژل شوي او ۳۶ نور ټپیان دي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې د خواشینۍ تر څنګ ویل شوي چې په دې پیښه کې د یو پولیس په شمول ۱۴ تنه وژل شوي او د دریو پولیسو په شمول ۳۰ تنه ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ویلي، چې د پولیسو په یونیفورم کې ۳ برید کوونکي د کارته سخي زیارت ننوتل او په شیعه زماتم کوونکو یې ډزې پیل کړې.

وروسته د کورنیو چارو وزارت وویل، چې یو تن بریدګر وژل شوی او ساحه د پولیسو په کنترول کې ده.

ویل کیږي چې د د درېيمې امنیتي حوزې د پولیسو قومندان هم په پيښه کې وژل شوی دی.

طالبانو ویلي، چې په یاده پيښه کې لاس نه لري. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه لیکلي: ((نن شپه دکابل په کارته سخي سیمه کې په زیارت کونکو باندې برید زموږ پورې هيڅ تړاوو نه لري، په عامو خلکو برید موږ سخت متأثره کړي یو)).

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button