کابل: کارته سخي زیارت کې په شیعه ماتم کوونکو برید شوی

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۲۰) زرغون خوږیاڼی

ویل کیږي څو شیبې وړاندې د کابل ښار په درېیمه حوزه کې د کارته سخي چې د شیعه ګانو زیارت دی، دوه وسله کسان د پولیسو په یونیفورم کې ورننوتلي دي، د ځايي چارواکو په وینا وسله والو کسانو په شیعه ماتم کوونکو ډزې پیل کړي.

 په سیمه کې د پولیسو مشر همایون عیني رسنیو ته ویلي دي، چې له ماښام وروسته په کارته سخي زیارت کې یوه چاودنه وشوه او ورپسې ډزې پیل شوې.

ځینو عيني شاهدانو رسنيو ته ويلي چې ۳ بريدګر د شیعه ویر کوونکو منځ ته ننوتلي او ډزې يې پرې کړې دي. د دوی په وينا ځينې يې يرغمل کړي هم دي، چې اوس هم د ډزو غږونه اوریدل کیږي.

په سیمه کې عیني شاهدانو ویلي دي، چې دا حمله په داسې وخت کې وشوه چې زیات تعداد شیعه ګان د سخي زیارت په سیمه کې د محرم لمانځلو لپاره راټول شوي وو.

د ځینو رسنیو په وینا، په ډزو کې درېیمې حوزې د پولیسو مشر سید محمد اغا هم د خپلو درې عسکرو سره ټپي شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ویلي، چې یو بریدګر د کارته سخي زیارت ته ننوتلی

تر اوسه پورې د تلفاتو په اړه کره معلومات نشته؛ خو ویل کیږي چې کارته سخي زیارت ته ورغلې ټولې لارې د امنیتي ځواکونولخوا تړل شوي دي.

بشپړ خبر وروسته…

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button