له امریکا وروسته، ایران هم د یمن سواحلو ته جنګي بیړۍ لیږلي دي

( کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۲۳) زرغون خوږیاڼی
د یمن په سواحلو کې امریکايي جنګي بیړیو په یمن کې د حوثي یاغیانو د توغنديو رادارونه وروسته له هغه وویشتل چې پر امریکايي بیړیو یې دوه توغندي ویشتلي وو.
اوس ایران هم خبر ورکړ، چې د یمن سواحلو ته یې دوه جنګي بیړۍ لیږلي دي.
د ايران د رسمي خبري آژانس تنسيم په خبر پاڼه کې ویل شوي، چې ددې هېواد د بحري ځواكونو اړوند دوه كښتۍ په سور سمندرګي كې د یمن سواحلو ته نږدې د عدن خليج ته لېږلي دي.
د یادې سرچينې په خبره، دا دوه جنګي بیړۍ د بوشهر او الوند په نوم دي چې په اوسني وخت کې د بحري قواو تر ټولو غښتلی ځواک ګڼل کیږي.
د ایران لوړ پوړو چارواکو ویلي، چې دا بیړۍ يې په سور سمندرګي کې د ایران د سوداګریزو کښتیو د امنیت ساتنې په موخه لیږلي دي.
څه موده وړاندې په عدن خلیج کې د سعودي عربستان بحري قواو نظامي تمرینونه ترسره کړل، چې اوس په کې د امریکا او ایران جنګي بیړیو هم ځای ونیولو.
امریکايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.



