سوریه کې د روسيې بحري ځواکونو لپاره دایمي هډه جوړیږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۲۳) زرغون خوږیاڼی
په سوریه کې د روسیې بحري ځواکونو لپاره قانوني دایمي هډه جوړيږي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین هغه تړون لاسلیک کړی، چې له مخې به یې د روسیې بحري، هوايي او ځمکني پوځونه په دایمي توګه په سوریه کې یوه نظامي هډه ولري.
د روس د مطبوعاتي سرچینو په وینا په یاده نظامي هډه کې به د روس جنګي الوتکې، جنګي بیړۍ او روسیي پوځیان دایمي ځای ولري.
د تېر اګست میاشت کې د سوریې حکومتي چارواکو او روسیې ترمنځ یو تړون لاسلیک شوی و، چې سوریه به د حمیم نظامي هډه کې روسیې پوځونو ته ځای ورکوي، د هډې ټول لګښتونه به د روس په غاړه وي، ګمرکي مالیه به یې معاف وي او په یاده نظامي هډه کې به د روس پوځیان او نور عمله قضايي مصئونیت هم لري چې سوریه نشي کولای د روسیې ځواکونو پر خلاف د قانوني چلند دعوه وکړي.
یاد تړون د روس د پارلمان لخوا تر تائید وروسته د ددې هېواد ولسمشر هم لاسلیک کړی دی.
له څه مودې راهیسې د روس هوايي ځواکونو په سوریه او عراق کې خپلو وحشي بریدونو ته زور ورکړی دی، چې په سیمه کې د روغتونو، مسجدونو تر څنګ ترې د عام وګړو کورونه هم په امن کې نه دي، د الجزیرې تلویزیون په وینا روسیې الوتکو په سوریه کې قتل عام او بشري ناورین رامنځته کړی دی.



