په جګړه کې انساني کراماتو او اسلامي اصولو ته څوک ژمن نه دي؟ طالبان که حکومت؟
ليکنه: انس ملنګ
که چيرې موږ دا پنځلس کلن تېر تاريخ ته وروګرځو او د ښکيلو ډلو چارچلن د ولس سره پرتله کړو او د يوه سپين ايمان له مخې قضاوت او پريکړه وکړو, نو افغاني رعيت ته به کومه ډله وفاداره پاتې شي؟
تېره ورځ د کندوز والي دانش د آزادۍ راديو سره په مرکه کې پر طالبانو نيوکه وکړه او وويل: چې طالبان په چګړه کې انساني کراماتو او انساني ارزښتونو ته پاملرنه نه کوي يعني ماشومان او ښځې وژنې, کورونه لټوي……خو زما په آند دا له ورايه ښکاري چې دا ادعاوې حقيقت نه لري هسې پوچ او بې برهانه تبليغات دي.
بل طرف نن په هلمند ولايت کې د طالبانو والي عبدالمنان آخند هغه اته تنه اسيران چې ژور ټپونه يې درلودل د انساني او افغاني اصولو له مخې خوشي او خپلو کورنيو ته يې وسپارل.
اوس ويلای شو چې طالبانو داسې کړنې ولس ته ډاډ او تسلي وربښي او له دې څخه دا نتيجه راوځي چې طالبان رعيت ته ژمن دي او د دوی دارنګه خوځښت د يوه ښه نظام او عدالت پيلامه ده, طالبانو نن يو ځل بيا ولس ته په ډاګه کړه چې زموږ هدف يوازې وژل نه دي بلکې د ديکتاتوري او استبداد له منځه وړل مو هدف دي.



