د ایمان مسایل (۲۲مه برخه)

لیکوال : م ، نجم الرحمن (فضلي)
د قتل او خونريزي ډيروالی
د رسول الله رحمه الله د قيامت په بيان کړل شويو نښانو کې يوه دا هم ده چې قتل او خونريزي به دومره زياته شي چې داسې يو وخت به راشي چې نه به قتل کونکي ته دا علم وي چې ولې يې قتل وکړ او نه به قتل کړی شوي ته دا علم وي چې په څه قتل کړی شو، حضرت ابوهريرة رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله رحمه الله وفرمايل )والذي نفسي بيده لاتذهب الدنيا حتى يأتي على الناس يوم لايدري القاتل فيما قتل ولا المقتول فيم قتل فقيل كيف يكون ذلك ؟ قال الهرج القاتل والمقتول في النار(
ژباړه : په هغه الله قسم د کوم په لاس کې چې زما روح دی! دا دنيا به تر هغه ختمه نشي تر څو چې يوه داسې ورځ رانشي چې نه به قاتل په دې پوهيږي چې دا انسان يې په څه قتل کړ او نه به مقتول پوهيږي چې ولې قتل کړی شو، ترينه وپوښتل شول : دا به څنګه کيږي؟ رسول الله رحمه الله وفرمايل : د قتل او خونريزي د ډيروالي له امله به قاتل او مقتول دواړه په اور کې وي ([1]).
د دغې خونريزي ابتداء د حضرت عثمان غني رضی الله عنه له قتل څخه شوې، په همدې سره د داسې جنګونو شروع وشوه د کومو لپاره چې هيڅ معقول جواز نه ؤ، په دغو جنګونو کې په زرګونو قيمتي انسانان ضايع شول، د ورځو له تيريدا سره سره نوې تباه کونکې اسلحې به هم پيدا شي کومې چې نن صبا په خونړيو جنګونو کې استعماليږي.
په ځينې جنګونو کې د وژل شويو شمير:
(۱) په لومړني جنګ جهاني کې دوه نيم کروړه خلک ووژل شول.
(۲) په دويم جنګ جهاني کې پنځه نيم کروړه خلک له منځه لاړل.
(۳) د ويتنام په جنګ کې ديرش لکه خلک ووژل شول.
(۴) د روس په کورنی جګړه کې يو کروړ انسانان قتل کړی شول.
(۵) د سپين په کورنی جګړه کې د يو کروړ او شلو لکو انسانانو وينې وبهيدې.
(۶) د عراق او ايران د ( خليج په لومړني جنګ) کې لس لکه انسانان له منځه ولاړل.
(۷) په عراق باندې د استعماري قبضې په دوران کې لس لکو خلکو له خپل ژوند څخه لاسونه پريمنځل.
سره له دې چې په دغو جنګونو کې په ځينو باندې د حديث دغه الفاظ (چې نه به قاتل پوهيږي چې ولې يې هغه انسان وواژه او نه به مقتول پوهيږي چې ولې ووژل شو) نه صادقيږي، بلکه د هغوی ذکر دلته د قتل او خونريزي د کثرت بيانولو له امله شوی دی.
له انساني زړونو څخه د ديانتداري ورکيدل
د مناسب انسان په مناسب ځای باندې ټاکل د امت لپاره بقا، د هيوادونو او د انسانانو لپاره د اصلاح ، د تهذيب او تمدن د پورته والي بنياد دی، کله چې امانتونه برباد شي نو پيمانې بدلې شي او په خلکو کې هم بدګماني پيدا شي، حتی چې نااهل خلک به په غوره منصبونو باندې قبضه وکړي د کوم له امله به چې هر لوري ته بد نظمي خپره شي، د دغو امورو په باره کې زمونږ خواږه پيغمبر حضرت محمد رحمه الله خبر راکړی.
د امانت د ضايع کيدا سبب په نيتونو کې فساد دی
حضرت حذيفة بن يمان رضی الله عنه بيان کوي چې نبي کريم رحمه الله وفرمايل : امانت د خلکو د زړونو په رګونو کې نازل کړل شو، بيا قرآنکريم نازل شو او خلکو ته يې د امانت اهميت په قران او حديث سره معلوم کړ.
حضرت حذيفة رضی الله عنه فرمايي : په مونږ باندې داسې يو وخت هم راتلونکی دی په کوم کې به چې مونږ اخستل او خرڅول کوو مګر مونږ به د دې پروا نه کوو چې مونږ له چا څخه خريداري وکړه د هغه دين څه دی، که چيرته هغه مسلمان وي نو زمونږ حق به راکړي او که چيرته عيسايي يا يهودي وي نو بيا به هم د خپل وکيل په ذريعه زمونږ حق به اداء کړي، مګر نن زه له فلان او فلان څخه پرته له بل هيچا سره اخستل او خرڅول نه کوم ([2] ).
کله چې د زياترو خلکو ضمير خراب شي، معاملې نا اهلو ته وسپارل شي او امانتونه ضايع کړل شي نو قيامت قريب راتلونکی دی.
حضرت ابو هريرة رضی الله عنه بيان کوي چې په يوه مجلس کې نبي کريم رحمه الله تشريف فرما ؤ او له صحابه کرامو رضی الله عنهم سره يې خبرې کولې چې يو اعرابي (کوچی) راغی او هغه وپوښتل : د الله رسوله ! قيامت کله قايميږي؟ رسول الله رحمه الله خپلې خبرې جاري وساتلې او د اعرابي لور ته يې توجه ونه کړه، ځينې خلکو ويلي چې نبي کريم رحمه الله خو د اعرابي خبره واوريدله مګر د هغه پوښتنه يې خوښه نشوه، ځکه يې هغه ته له ځواب ورکولو احتراز وکړ، نورو ويلي : چې نبي کريم رحمه الله خبره نه ده اوريدلې، کله چې نبي کريم رحمه الله خپلې خبرې پوره کړې نو وې فرمايل : د قيامت په باره کې پوښتونکی سړی چيرته دی؟ هغه عرض وکړ : يا رسول الله ! زه دلته يم، نبي کريم رحمه الله وفرمايل : واوره ! کله چې امانتونه ضايع کړل شي نو د قيامت انتظار کوه، هغه عرض وکړ : امانتونه څنګه ضايع کيږي؟ نو رسول الله رحمه الله ورته وفرمايل : کله چې معاملې نا اهلو خلکو ته وسپارل شي نو هغه وخت قيامت ته انتظار کوه ([3] ).
د قيامت دغه نښانه زمونږ په زندګي کې نن ورځ پوره ظاهره شوې، تاسو وګورئ چې په وزارتونو کې، په تعليمي ادارو کې او په ټولنه کې ډيرې مهمې دندې او منصبونه کوم چې براه راست د خلکو له معاملو سره تعلق لري، په هغوی باندې د ډير باصلاحيته، امانتدار، مناسب او د خلکو په معاملو باندې د ښو پوهيدونکو په ځای هغه څوک راغلي کوم چې د دغو دندو او منصبونو له مشرانو سره شخصي دوستي ( خپلولي) لري او يا له کوم مشر سره ګډ مفاد لري، دوی د همدغو مشرانو په سفارش بر سر اقتدار راغلي.
هو ! کله چې معاملات نا اهلو خلکو ته وسپارل شي نو قيامت ته انتظار کوه.
د اغوستل شويو کاليو با وجود د لوڅو ښځو ظهور
د ښځو بې پردګي او د ښايست بې ځايه اظهار هم د قيامت له نښانو څخه دی، ښځې چې يو داسې تنګ کالي واغوندي او له کورونو څخه د باندې ووځي د کومو له امله چې د هغوی د بدن اندامونه ليدل کيږي او داسې باريکې او شفاف جامې واغوندي او له کورونو څخه د باندې ووځي د کومو له امله چې د ناستې او تلو په حالت کې د هغوی د بدن اعضاء ښکاره تر سترګو کيږي، داسې ښځې په ظاهره په جامو ( کاليو) کې ملبوسې دي، مګر په اصل حقيقت کې د تنګو کاليو، د جسماني اعضاؤ د نمايش او د جسم د پر فتن ځايونو د ښکاره کولو له امله هغه لوڅې (لغړې) دي.
حضرت ابو هريرة رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله رحمه الله وفرمايل : )صنفان من أهل النار لم أرهما قوم معهم سياط كأذناب البقر يضربون بها الناس ونساء كاسيات عاريات مميلات مائلات رؤسهن كأسنمة البخت المائلة لا يدخلن الجنة ولا يجدن ريحها وإن ريحها ليوجد من مسيرة كذا وكذا(
ژباړه : دوه داسې جهنمي ډلې کومې چې ما تر اوسه پورې نه دي ليدلې، يو هغه (ظالم) د کوم په لاس کې به چې د غوا د لکۍ په څير دوره وي او په هغې به خلک وهي، دويم هغه ښځې کومې چې د کاليو له اغوستلو سره سره بيا هم لوڅې تر سترګو کيږي او خلک د خپل ځان لور ته مايل کوي او په خپله هم د خلکو لور ته مايله وي، د هغوی د سر ويښتان به د بختي اوښ د ويښتانو په څير يوه لور ته مايل وي، دا به نه جنت ته داخليږي او نه به د هغه خوشبو محسوسه کړي، سره له دې چې د هغه خوشبو تر هغې او دغې فاصلې پورې راځي ([4] ).
د (مائلات) يوه معنی دا هم ده چې دا ښځې به د الله تعالی له اطاعت څخه انحراف کونکی او د الله تعالی په اطاعت باندې به استقامت کونکی نه وي.
د (مميلات) يوه معنی دا هم ده چې نورې ښځې به د فحاشي لور ته رابولي، يعنې په فساد کې مبتلا او د فساد خپرونکی ښځې به وي.
)رؤوسهن کاسمنة البخت( يعنې هغوی به د سر ويښتان په داسې طريقه بند کړي وي چې ويښتان به يې پورته لور ته وي لکه څنګه چې د اوښ کو له ورايه ښکاره کيږي، د دغو ښځو ويښتان به يوه لور ته په داسې طريقه مايل شوي وي لکه څنګه چې د بختي اوښ کو مايل وي.
([1]) صحيح مسلم، الفتن، حديث : ۲۹۰۸.
([2]) صحيح البخاری، الرقاق، حديث : ۶۴۹۷، وصحيح مسلم، الايمان، حديث : ۱۴۳.
([3]) صحيح البخاری، العلم، حديث : ۵۹.
([4]) صحيح مسلم، اللباس والزينة، حديث ۲۱۲۸.



