خوږو ته خواږه ترخو ته ترخه

ویسا:
غميزې په الفاظو نه پټېږي
کابل ټکی کام:
خو امریکایی فوځیانو په افغانستان کې ډیرې غمیزې ترسره کړې خو د بخښنې غوښتلو سره یې په الفاظو پټې کړې!!!
ارمان:
په هلمند او كندز كې د كشمير جګړه!!
کابل ټکی کام:
او په کشمیر کې د هندو او مسلمان جګړه!!!
هیواد:
د اكتوبر ۷مه د مرغومي د شپږمې بله بڼه
کابل ټکی کام:
یعنی افغانستان د شرقي او غربي ښکیلاک تر یرغل لاندې.
ویسا:
د شمال ستونزه د كندز تر سقوط لويه ده
کابل ټکی کام:
خو طالبانو ته د سرتیرو تسلیمیدل دولت ته تر دې هم لویه او دولت ته لوی شرم دی.
مدني فعالان:
حکومت دې د کابل – واشنګټن پر امنیتي تړون له سره غور وکړي
کابل ټکی کام:
او د جان کیری په لاس جوړ شوی حکومت دې هم رانسکور کړای شي.
د کابل والي:
د کابل ځمکو د غاصبینو لېست ولسمشر ته سپارل شوی
کابل ټکی کام:
که شورای نظار وي خو معاف دي، که ګلم جم وي نو غور به پرې وشي خو که کوم کمزوری او صوفیانه غله وي وبه نیول شي.
رئیس جمهور غنی:
اصلاحات از مبرم ترین نیازهای نظام و کشور است
کابل تکی کام:
حکومتی که خودش به اساس فساد بنیادګذاری شده باشد نمی تواند اصلاحات بیاورد؟
ویسا:
چین د افغانستان او سوريې په اړه د روسیې د دریځ ملاتړ وکړ
کابل ټکی کام:
ځکه چې مایوستان او کمونستان د یوې مور بچي دي.
آرمان:
افغان ځانګړو ځواکونو په لښکرګاه کې د وسله والو تهاجمي بریدونه په شا وتمبول
کابل ټکی کام:
او په نتیجه کې یې د ملي اردو ۱۰۰ سرتیري طالبانو ته تسلیم شول. ههههههههه.
هیواد:
د بروكسل په كنفرانس كې اعلان شوې مرستې او موجودې اندېښنې
کابل ټکی کام:
یعنې چې په کومه طریقه یې جیبونو ته کړي چې جان کیري پرې پوه نشي.
ویسا:
امریکایان د بې ګناه افغانانو قاتلان دي!
کابل ټکی کام:
خو د اشرف غني حکومت بیا د همدغو قاتلانو سره ولاړ دي.
آرمان:
د پاكستان وارخطايي
کابل ټکی کام:
چې سره له اتومه وارخطایي کوي نو بې اتومه خو به … ډک کړي؟
هیواد:
د امريكايي يرغل پنځلس كاله؛ څه مو بايلل، څه مو وګټل؟
کابل ټکی کام:
مسلماني مو وبایلله خو دموکراسي مو وګټله.
انیس:
مصنوعي پاكستان او د بلوچستان د خپلواكۍ غوښتنې غورځنګ
کابل ټکی کام:
لکه د جان کیري مصنوعي حکومت او د اسلامي امارت د اسلام غوښتنې غورځنګ.
ویسا:
د ولسمشر غني پر وروستۍ وينا څو ټكي!
کابل ټکی کام:
بلکه پر مخ یې یو څو څپیړې.
۸صبح:
قرار داد ایجاد شهرکهای رهایشی و صنعتی قالین در ارگ امضا شد
کابل ټکی کام:
و جنرال دوستم بهترین انتخاب برای پوست شاروال این شهرک.
د بهرنیو چارو وزارت:
افغانستان له پاکستان سره په نیابتي جګړه کې ښکېل دی
کابل ټکی کام
یعنی د امریکا او هند په نیابت له پاکستان سره جګړه کوي.



