اشرف غني په جګړه ماتو مشرانو سیاسي اجماع رامنځته کوي

تبصره
ولسمشر چې د برکسل له غونډې راستون شو ډیر خوښ ښکاریدو؛ خو د کندز، هلمند او فراه ولایتونو دوامداره جګړو یې خوب وتښتاوه او باید خوب ېې وتښتي، ځکه د دوستم په څیر په یو شمیر جنرالانو چې زیات باور پرې لري د هغوی هم خوب تښتیدلی دی.
تیره ورځ ولسمشر په ارګ کې د جهادي، سیاسي ګوندونو او په پخواني حکومت کې د مهمو چارواکو سره بیړنۍ ناسته وکړه، چې د هیواد په روانه بد امنۍ او ورځ په ورځ د ترینګلتیا په له منځه وړلو او د سولې په ټینګښت سیاسي اجماع رامنځ ته کړي.
ولسمشر دا غونډه د طالبانو سره د سولې د بهیر د ملاتړ لپاره راغوښتې وه، ولسمشر ډیر پرځای فکر کړی دی، بې له سولې او طالبانو سره د خبرو بغیر که د فراه او کندز د ښاریانو زیات هیواد وال په خپل هیواد کې بې کوره شي بیابه هم سوله د سولې په خبرو رامنځ ته کیږي؛ خو د جهادي او سیاسي ګوندونو په راغوښتلو او په ارګ کې د ناستې له ولسمشره اوبه له ورخه تیرې شوي دي.
ولسمشر اشرف غني په هغوجهادي، سیاسي او د پخواني حکومت د مشرانو په مرسته او ګډ تصمیم په هیواد کې د سولې د ټینګښت لپاره سیاسي اجماع رامنځ ته کوي.
اشرف غني په بګیلیانو مشرانو د سولې میدان نه شي ګټلی، دا کوم جهادي، سیاسي او پخواني حکومت په اصطلاح مهم مشران چې اشرف غني راغوښتي وو، دوی د طالبانو سره د سولې د خبرو میدان ته نه شي ورتلای، دوی تر خپله وسه د طالبانو سره جګړې کړي او چې ماتې یې خوړلې بیا د موجوده حکومت سره یو ځای شوي دي.
اشرف غني باید پر افغانستان د یرغلګرو په مقابل کې د طالبانو ترڅنګ په یوصف کې جنګیدونکي جهادي، سیاسي او د پخواني حکومت مشران ارګ ته رابللي وای نه د طالبانو په مقابل کې جګړه ماتي مشران.
دامهال افغان ولس سولې او امن ته اړتیا لري او دا سوله هغه وخت راتلای شي، چې د هیواد په دننه د هیواد د ټولو ریښتینو جهادي، سیاسي او قومي مشرانو د رایې او نظر مطابق په افغانستان کې د پردیو د اثر او لاس لرنې پاکه غونډه جوړه شي.
د ملي یووالي د حکومت مشر اشرف غني هیڅ وخت په افغانستان کې په موجوده حکومت کې د طالبانو په مقابل کې په پرځیدلو جهادی مشرانو، غرب نظرو سیاستوالو او د امریکا د نظامي مرستو په ډاډ سوله نه شي راوستلای.
په موجوده اداره کې له دوستم نیولې ترمحقق، حکمیار، شمالي ټلوالې، د کمونستي رژیم بقایا او…. دا ټولې هغه څیرې دي، چې دوی د طالبانو په مقابل کې لویې لویې جبهې جوړې کړې وې.
د پخواني شوروي اتحاد د دفاع وزارت ستر سلاکار جنرال ګوریلوف خلقیانو ته د ثور د کوتا امر ځکه ورکړ، چې د ثور له کودتا دمخه حکمتیار د سرادار محمد داؤد پر خلاف یوه ناکامه کودتا کړې وه او د ګوریلوف په وینا دویمې ته یې ځان جوړاوه.
ګوربچوف ځکه شمالي ټلوالې ته له نجیبه قدرت انتقال نه کړ، چې حکمتیار په ۱۹۹۱میلادي کال د نومبر په میاشت کې د سولې په موخه د استاد رباني په مشرۍ مسکو ته د تللي پلاوي سره مخالفت وښود.
ایران چې په افغانستان کې یې د طالبانو د ظهور له پراختیا اندیښنه درلوده، غوښتل یې د حکمتیار په منځګړتوب چې هغه وخت د ایران اوحکمتیار ترمنځ اړیکې ډیرې نږدې وې ګټه پورته کړي، حکمتیار د۱۹۹۸ د دسمبر د میاشتې په دیرشمه د تهران راډیو سره په یوه ځانګړی مرکه کې وویل :
د طالبانو پرخلاف باید یوه لویه جبهه جوړه شي، ترڅو د طالبانو لخوا ټول خطرات له منځه ولاړشي. اوس اشرف غني د حکمتیار په څیر جهادي جګړه ماتو مشرانو په مرسته له طالبانو سره د سولې سیاسي اجماع رامنځته کوي.



