پاکستان: په وسله وال برید کې ۴ عسکر وژل شوي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۲۴) زرغون خوږیاڼی
تېره ورځ د پاکستان په بلوچستان ایالت کې وسله والو کسانو په ایف سي پوځیانو برید کړی، چې پکې ۲ پوځیان ځای پر ځای وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
د پاکستاني پوځ مطبوعاتي دفتر په حواله، برید د کویټې ښار د سبزل سیمې په عبدالله جان چوک کې د موټر سایکل سپرو لخوا شوی دی، چې په کې د ایف سي ۲ تنه عسکر ځای پر ځای ووژل شول او بل ټپي شوی و، چې په روغتون کې یې د ټپونو له امله ساه ورکړه.
سمه ایزو پولیسو او سرحدي عسکرو د پېښې په تور تر ۴۰ زیات مشکوک کسان نیولي دي.
بلخوا د پيښور د فقیر اباد تاڼې اړوند په پولیسو ډزې شوي، چې په کې د پولیسو یو افسر وژل شوی دی، د ځايي پولیسو په وینا په سیمه کې د وسله والو پلټنه پیل شوې ده.
تر دې دمه د یادو بریدونو پړه چا نه ده منلې.



