اندونيزيا: قرانکريم ته د سپکاوي په غبرګون لکونو مسلمانانو لاريون ترسره کړ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۲۴) الماس خدرخېل

د اندونيزيا مسلمانانو قرانکريم ته د سپکاوي په غبرګون د دغه هېواد د جاکارتا د ولايت د والي پر خلاف لاريون کړی.

ویل کېږي، چې د ياد ولايت والي قرانکريم ته سپکاوی کړی.

دغه لاريون داسې مهال ترسره کېږي، چې نوموړی والي غواړي په راروانو ټاکنو کې ګډون وکړي، چې د مسلمانانو د سخت غبرګون سره مخ شوی دی.

هغه تېره مياشت په خپلو خبرو کې د قرانکريم سپکاوی وکړ ، چې د دغه هېواد د يو ميليون وګړو د سخت غبرګون او لاريون سره مخ شو.

د نوموړي هېواد مسلمانانو له چارواکو نه غوښتي ترڅو قرانکريم ته د سپکاوي په اړه دې څېړنې وکړي او دا دې محاکمه کړي.

د يادونې ده، چې نوموړی چينايي الاصله اندونيزيايي په ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې د والي په توګه ټاکل شوی و.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button