اسیران څوک زوروي؟ طالب که حکومت؟

عاکف مهاجر

پرون مې د ډیرو طالبانو په دیوالونو د فیسبوک په نړۍ کې ولیدل، چې طالبانو اته هغه سرتیري سره صلیب ته د اوچت معیار تداوي لپاره وسپارل چې څو ورځې مخکې یې په هلمند ولایت کې د جګړې په دوران کې نیولي وو، دا هغه بندیان وو چې ټپونه یې ژور وو، سمدستي مې دوه هغه پیښې رایادې شولې چې د حکومت عسکرو له طالبانو سره کړې وې، د طالبانو د سقوط په پنځم یا څلورم کال و، د لوګر ولایت د کلنګار په سیمه کې یو زخمي طالب د حکومت عسکرو ونیولو یواځې له سر سرکي پټۍ پرته هغه هم څو ورځې پس نور یې هیڅ نه ورکول، تر دې چې زخم یې خراب شولو او اوس کلونه وروسته یې هم لاس خراب دی، د ټول عمر لپاره یې لاس معیوب شو.

دویم یوه ویډیو چې غالبا د غزني ولایت به وي، اردو یو شپون د طالب په نامه له رمې راوستل کیږي او په صحرایي محکمه کې غیر له تحقیق او پرسش نه په صحرا کې د مرمیو تر باران لاندې وژل کیږي.

هغه د حکومت د عسکرو چلند له طالبانو سره او دا د طالبانو چلند له عسکرو سره؛ خو بیا هم طالب وحشتګر او دهشتګر یادیږي او د نړۍ یو ظالمه طبقه خلکو ته ور پیژندل کیږي، سره له دې چې همدا دوه پیښې نه دي بلکې سلګونه داسې نورې دي او د طالبانو د ترحم هم سلګونه بېلګې شته؛ خو ولې بیا هم یو دهشتګر او بل بشر دوست معرفي کیږي.

نړۍ اوس د زورورو تر زور لاندې ده، د تلې کومه خوا چې درنه وي هر کس هغه طرف ته زور کوي، یو طرف ته مغرور په وسلو سمبال غربي طاقت، بل طرف ته په ظاهري بڼه کمزوری خو په معنوي لحاظ قدرتمند خالي لاس طالب دی، نو د امریکا د پلویانو لخوا بشرپال طالب تروریست معرفی کیږي؛ خو بلخوا بیا بشر خور بالعکس بشردوست معرفي کیږی.

تر څو به د یو بل د وینو تږي یو، طالب باید په عسکر رحم وکړي او تر کومه یې چې وس وي ژوند یې وژغوري؛ خو بلخوا بیا عسکرجانه ته دې هم په بندي طالب د ټوپک ماشه مه چلوه، څلور ورځې دمخه بغلان کې کمانډویانو شپږ اسیر طالبان یوه ضربه کړي وو او ځای پرځای یې وژلي وو.

په بل رحم وکړه په تابه هم رحم وشي.

باید دواړه اړخه د جګړې اصول مراعات کړي، اسیرانو باندې کمال ترحم وکړي، جنرال رازق او دوستم او نور دې له ملا منان زده کړي، جبار قهرمان دې د طالب د وژلو لاپې نه وهي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button