اسوشیټېډ پریس: د لښکرګاه په جګړو کې تر ۳۰۰ ډير عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۲۴) زرغون خوږیاڼی
د هلمند په لښکرګاه ښار د طالبانو په حملو کې تر ۲۰۰ ډیر دولتي عکسر وژل شوي او تر ۱۰۰ ډیر نور یې بیا ټپیان شوي دي.
اسوشیټېډ پریس خبري اژانس د هلمند د ولایتي شورا د مرستیال عبدالمجید اخندزاده په حواله ویلي دي، چې په لښکرګاه ښار کې د طالبانو او دولتي عسکرو تر منځ نښتو کې څه باندې ۲۰۰ افغان سرتیري وژل شوي دي.
د نومړي ويلي، چې په یادو جګړو کې تر ۱۰۰ ډیر نور عسکر ټپیان شوي هم دي.
اخندزاده زیاته کړې چې په دې جګړو کې امریکايي عسکر هم موجود وو، دده په وینا لښکرګاه ته نږدې یواځې په سرتیري برید کې ۱۰ تنه پولیس افسران ووژل شول.
په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازی او د یادې جرګې د کورني امنیت د کمېسیون مرستیال عبدالحۍ اخند زاده رسنیو ته ویلي، چې شاو خوا ۴۰۰ افغان سرتیري لښکرګاه ښار ته نږدې د بشران په سیمه کې د طالبانو لخوا محاصره وو، له لښکرګاه نه هم لار پرې بنده وه، خوراکي مواد یې نه درلودل، په جګړه کې ترې۹۰ کسان ووژل شول او شاوخوا ۴۵ یې ټپيان شوي وو، چې هغه هم طالبانو نیولي او ۲۰۰ نور طالبانو ته تسلیم شوي.
د اخندزاده په خبره، دا په تېرو ۱۵ کلنو کې د تلفاتو تر ټولو زیات شمېر دی چې افغان سرتیرو ته اوړي.
بلخوا د هلمند والي بیا دا خبر ردوي او وايي، چې په دې جګړو کې یواځې ۴۰ تنه عکسر وژل شوي او ۴۰ نور نادرکه دي، دده په خبره تر ۳۰۰ ډیرو طالبانو مرګ ژوبله اوښتې ده.



