يونيسکو: بیت المقدس يواځې د مسلمانانو دی، يهودان ورسره کوم تړاو نه لري

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۲۴) الماس خدرخېل
د ملګرو ملتونو د تعليم او کولتوري سازمان يونيسکو ادارې ويلي، چې په فلسطين کې د مسلمانانو لومړنۍ قبله مسجدالاقصی يواځې او يواځې د مسلمانانو سپڅلی ځای دی او یهوديان ورسره کوم تړاو نه لري.
يونيسکو ادارې په اسرائيلو نيوکه کړې او ويلي يې دي، چې اسرائيلو په بيت المقدس کې د مسلمانانو ځمکې، کورونه او ديني ځايونه يرغمل کړي دي. دوی زياتوي چې بيت المقدس د مسلمانانو او يهوديانو لپاره ځانګړی اهميت لرونکی ښار دی.
دغه اداره، چې په فرانسه کې يې غونډه درلوده وويل: چې مسجدالاقصی يواځې او يواځې د مسلمانانو سپڅلی ځای دی.
ياده پرېکړه د يونيسکو تعليمي ادارې د بهرنيو اړيکو د تائيد لپاره وړاندې شوه، چې پکې ۲۴ موافقې رايې او ۶ مخالفې رايو سره ومنل شوه.
په غونډه کې د يادې ادارې ۲۶ غړيو د بې طرفۍ رايې وکارولې او امريکا، جرمني او انګلستان له دې پرېکړې سره مخالفت وښودلو او مخالفې رايې يې استعمال کړې، همداراز فرانسه بې طرفه پاتې شوه.
په ورته وخت کې اسرائيلو د يونيسکو له دې پرېکړې سره سخت غبرګون ښکاره کړی او ګواښ يې کړی، چې د دې ادارې سره به اړيکې پرې کړي.
بايد وويل شي، چې د يونيسکو تعليمي اداره اجرائيوي شورا ۵۸ غړي لري، چې د دوشنبې په ورځ به ورته دغه پرېکړه د تائيد لپاره وړاندې شي.
مسجد الاقصی د مسلمانانو تاريخي او ډېر مهم مسجد دی، چې مسلمانانو يې همېشه په ساتلو کې له هيڅ ډول سرښندنې او قربانۍ نه درېغ نه دی کړی، خو ۶۰ کاله خوا او شا کېږي چې اسرائیلو پرې د وخت د زبرځواکې امريکا او ګردې کفري نړۍ په خوښه او هوکړه قبضه کړې ده،چې کله مسلمانان لمانځه ته له ورتګه منع کوي او کله هم مسلمانان ورته له لارو او کوڅو راکشوي او په دغه مسجد کې يې شهيدانوي.



