طالبانو د دايکندي په ګيزاب کې پرمختګ کړی- يوه قرارګاه او ۶ پوستې يې نيولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۲۴) الماس خدرخېل
طالبانو کابل ټکی کام ته په يوه رالېږلي خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوی پلويانو تېره شپه د دايکندي ولايت د ګيزاب ولسوالۍ اړوند د خلج په سيمه کې د امنيتي ځواکونو په پوستو وسلوال بريدونه کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې بريدونه يې تېره شپه پیل کړي و او تر سهار ۶ بجو پورې يې دوام وکړ، چې په پايله کې يې ۵ پوستې له افغان امنيتي ځواکونو نيولي دي.
يوې امنيتي سرچينې ويلي، چې په سيمه کې د افغان ځواکونو يوه قرارګاه د بريدونو له وېرې افغان ځواکونو تخليه کړې او سرتېري يې د دايکندي ولايت ته تللي دي.
طالبان وايي، د دې پوستو او قرارګاه له تخليه کولو سره د (زين تر درې) پورې پراخه سيمه د دوی تر ولکې لاندې راغله.
همداراز په خبرپاڼه کې د يو رينجر موټر د نيولو تر څنګ د يو شمير نظامي توکو د نيولو يادونه هم شوې ده.
د دې بريدونو په تړاو تر دې دمه په رسمي ډول چارواکو رسنيو ته څه نه دي ويلي.



