کابل ټکی کام ۲۲میزان/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
تېره ورځ په کندهار ولایت د میوند ولسوالۍ اړوند په سره بغل سیمه کې د یوې درندې چاودنې غږ واورېدل شو، له سیمې څخه په را رسېدلي خبر کې ویل شوي دي چې چاودنه د یوه برید ګر له لورې پر تلاشي اخېستونکو اربکیانو ترسره شوه، چې ټول اربکیان یې له منځه وړي دي.

د برید پړه طالب جنګیالیو په غاړه اخېستې ده، او ویلي یې دي، د یو تن بریدګر له لورې په سراچه ډوله موټر چې قوي منفجره مواد پکې سنبال وو، ترسره شو.
طالبانو زیاته کړې ده چې په سیمه کې ټول مېشت اربکیان ووژل شول.
















