کابل ټکی کام ۲۲میزان/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې طالب جنګیالیو د بهرنیو ځواکونو یو کاروان تر برید لاندې راوست، چې پکې ۷تنه امریکايي پوځيان ووژل شول، او ۹تنه نور ټپیان شول.
د طالبانو ویاند ښاغلی ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي دي چې په دې حمله کې د بهرنیو ځواکونو ۴ټانګونه هم له منځه تللي دي.
مجاهد د دوو تنو طالب جنګیالیو خبر هم ورکړی دی.
خو تر اوسه پورې افغان دولتي سرچینو او په افغانستان کې مېشت امریکایي پوځیانو په دې اړه څه نه دي ویلي.


















