لوګر: پل علم کې ۲۰ تنه ماين پاکان تښتول شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۲۹) الماس خدرخېل

د لوګر ولايت چارواکي وايي، تېره ورځ د مرکز پل علم اړوند د الياس خان کلا په سيمه کې د نامعلومه وسلوالو له لوري ۲۰ تنه ماين پاکان تښتول شوي دي.

دغه ماين پاکان، چې د سټرلېنګ په نوم د ماين پاکونې د موسسې کارکوونکي و، له خپل دفتر څخه د يو کاسټر موټر په واسطه د کار ساحې ته په لاره وو، چې د پل علم د الياس خان کلا په سيمه کې د وسلوالو له خوا وتښتول شول.

د لوګر د والي وياند سليم صالح رسنيو ته ویلي، چې د ماين پاکانو د موندلو لپاره يې هڅې روانې کړي دي.

سلیم صالح زیاتوي: “د لوګر د مرکز مربوط د الیاس خان کلا په سیمه کې وسله ‎والو مخالفینو د سټرلېنګ موسسې یو کاسټر موټر چې شل تنه په کې سواره وو، ټول ماین پاکان دي ، دوی يې له ځانه سره بیولي دي، امنیتي او کشفي ارګانونو په ‎دې اړه پلټنې پیل کړي، وسله‎ والو له ‎دې څو ځلې وړاندې هم د یادې موسسې موټر او ماین پاکان تښتولي چې خوشبختانه زموږ د امنیتي سرتیرو په هلو ځلو روغ رمټ ژوغورل شي او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.”

د دغه ولايت چارواکي د ماين پاکانو د تښتولو پړه په وسلوالو مخالفينو اچوي، خو تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د دې پېښې مسؤليت نه دی منلی.

د يادونې ده، چې د نوموړې موسسې ټول تښتول شوي کارکوونکي افغانان دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button