ازبکستان کې د پوځي چورلکې په سقوط سره ۹ سرتيري وژل شوي

کابل ټکی کام ۲۹تله/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
خبرونه وايي، د ازبکستان یوې پوځي چورلکې سقوط کړی دی، چې له کبله یې ۹ کسان وژل شوي دي.
د ازبکستان دفاع وزارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره تأیید کړې ده، چې چورلکه یې د هېواد په ختیځ (فرغانه ولایت) کې غورځېدلې ده.
د چورلکې د غورځېدو لامل نه دی څرګند، خو د ازبکستان دفاع وزارت ویلي دي، چې د چورلکې د غورځېدو د لامل د څرګندېدو په موخه یې ځانګړی څېړنیز کمیسون ګومارلی دی.
خبرپاڼې غورځېدلې چورلکه (Mİ 171) ډوله یاده کړې ده.
خبرپاڼې کښلي دي، چې په دغه پېښه کې ۳ پیلوټان او ۶ نور سرتیري وژل شوي دي.



