قزاقستان په ښوونځیو کې د حجاب د په سر کولو اجازه نه ورکوي

کابل ټکی کام ۲۹تله/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني

څه موده وړاندې څه د پاسه ۵ زرو کسانو د قزاقستان حکومت ته په ښوونځیو کې د نجونو د حجاب د په سر کولو وړاندیز وکړ، مګر دا مهال د قزاقستان حکومت له خوا په کلکه توګه رد کړل شول.

د قزاقستان د پوهنې او علم وزارت مرستیالې المیرا سوهان بیردیوا وايي، چې په ښوونځیو کې د حجاب په سر کولو ته د هېواد د اساسي قانون له مخې اجازه نه ورکول کیږي.

«ما ته په ښوونځیو کې د حجاب د په سر کولو څه د پاسه ۵ زره وړاندیزونه شوي دي، خو زمونږ د هېواد تعلیمي سیستم سیکولر دی، چې پر اساس یې په ښوونځیو کې د دیني سمبولونو او یا دیني پروپاګند کولو ته هېڅ ډول اجازه نه ورکوي.»

نوموړې وویل، هغه زدکوونکې چې غواړي، پړوني پر سر کړي، تر ښوونځي پورې ورته اجازه ده، خو چې کله ښوونځي ته ننوځي، باید له سره یې لرې کړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button