لوګر: تښتول شوي ماين پاکان خوشې شول
(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۲۹) الماس خدرخېل
د لوګر اړوندمرکز پل علم اړوند د الياس خان کلا په سيمه کې د وسلوالو له لوري ۲۰ تنه تښتول شوي ماين پاکان خوشې شول.
د دغه ولايت چارواکو ازادۍ راډيو ته ويلي، چې د سټرلینګ په نوم د ماين پاکۍ موسسې کارکوونکي نن بېرته خوشې شوي دي.
د لوګر د ولايتي شورا رئيس سيد قريب الله سادات وايي، چې تښتول شوي ماين پاکان يې د ولايتي شورا او د سيمې د مخورو په منځګړيتوب له وسلوالو څخه راخلاص کړي دي.
سادات وايي، تر دې دمه لا هم نه ده څرګنده چې نوموړي پاين پاکان د چا له لوري تښتول شوي و.
د يادونې ده، چې تېره ورځ د یاد ولايت په الياس خان کلا سيمه کې دغه ماين پاکان د وسلوالو له لوري تښتول شوي و.



