سعودي عربستان ته د اجرائیه رئيس سفر او لاسته راوړنې

 ډاکټر مقدس

د تېرې دوشنبې په ورځ د افغانستان اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله سعودي عربستان ته ولاړ، ښاغلي عبدالله سعودي عربستان ته خپل سفر مهم بللی و او ویلي یې وو، چې د افغانستان او اسلامي ټولنې د هېوادونو اړیکې به ورسره پیاوړې شي.

اجرائیه رئیس عبدالله پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي وو، چې په‎ دې سفر کې د حکومت ۷ تنه وزیران او د کابینې غړي او ۲۲ تنه سوداګر ورسره ملګري دي.

د اجرائیه رئیس ویاند ویلي، چې په دغه سفر کې به د افغان کارګراونو د پاسپورت ستونزه، د انرژۍ په برخه کې پانګونې، په افغانستان کې د سولې لپاره د سعودي عربستان هڅونه او د افغان محصلینو لپاره د سعودي د تحصلي بورسونه او په ځینو نورو بیلا بیلو اړخونو به د سعودي عربستان له چارواکو سره خبرې وکړي او یو لړ تفاهم لیکونه به هم لاسلیک شي.

اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ ناوخته د خپل پلاوي سره ریاض ته ورسیدو.

اجرائیه رئيس د سعودي عربستان ولیعهد او د کورنیو چارو وزیر محمد بن نایف سره په لیدنه کې له دغه هیواد څخه هیله څرګنده کړې ده، چې په افغانستان کې د سولې او د تروریزم سره په مبارزه او همدارنګه افغان کارګرو د هغو پاسپورتونو ستونزه حل کړي چې په پاکستاني پاسپورت سعودي عرب ته تللي دي.

ډاکټر عبدالله د سعودي پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز سره هم کتلي دي او ورڅخه یې په افغانستان کې د سولې په اړه د سعودي حکومت هڅو ته هیله ښودلې ده.

عبدالله، محمد بن نایف، سعودی

عبدالله ویلي دي، چې افغان حکومت د سعودي عربستان د شاهي حکومت همکاریو ته هیله من دی.

د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان وویل، هېواد يې د افغانستان د ستونزو په هواري کې ديني او اسلامي مسووليت لري او په دې هېواد کې د دايمي سولې، امن او پرمختګ غوښتونکى دى.

د اجرائیه رياست مطبوعاتي دفتر ویلي دي، چې د سعودي عربستان د شاهي هېواد د وزیرانو شورا مرستیال، د کورنیو چارو وزیر او ولیعهد او د کورنیو چارو وزیر، ولیعهد محمد بن نایف، ډاکټر عبدالله عبدالله ته د افغانستان د سولې، امنیت او د افغان کارګرانو د پاسپورت په برخه کې د همکاريو ډاډ ورکړى دی.

د  سعودي عربستان هیواد اعلان وکړ، چې هېواد یې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټیګښت لپاره همکارۍ ته چمتو دی او ترورېزم ته د یوه جدي ګواښ په توګه ګوري.

همدارنګه ډاکټر عبدالله د سعودي ولیعهد محمد بن نایف سره په ليدنه کې ويلي، چي افغان حکومت غواړي له سعودي سره د ګډ کار په پايله کې د افغان کارګرانو ټول پاسپورټونه پر افغاني پاسپورټونو بدل شي او په دغه هېواد کې د افغان کارګرانو لپاره د کارکولو جواز ورکړي، تر څو د دواړو هېوادونو تر منځ شته ستونزې له منځه ولاړې شي.

ویل کیږي چې سعودي عربستان ته ډيری افغان کارکوونکي په پاکستاني پاسپورت دغه هېواد ته د کار کولو په موخه ورغلي دي، چې  اوس افغان کارګران په سعودي عربستان کې په پاکستاني پاسپورټونو کار کوي چې خپل هېواد ته په راتلو کې بیا له یو لړ زیاتو ستونزو سره مخ کیږي.

ولیعهد شهزاده محمد بن نایف د افغان کارګرو د پاسپورټونو د د تبدیلولو او هغوی ته د کار د جواز ورکولو په برخه کې د اجرائیه ريیس وړاندیز ته مثبت ځواب ورکړ.

د سعودي عربستان ولیعهد او د کورنیو چارو وزیر محمد بن نایف له اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله سره په کتنه کې ویلي دي، چې په سعودي عربستان کې د افغان کرګرو د پاسپورت ستونزه به هواره او حل شي او د افغان کارګرو پاسپورتونه به تبدیل کړي.

په همدې حال کې د اجرائیه ریاست په یوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي عبدالله د عربستان د وزیرانو شورا له لومړي مرستیال او کورنیو چارو وزیر سره د لیدو پرمهال هیله څرګنده کړې چې له ترورېزم سره د مبارزې لپاره دې د سیمې په کچه جدي همغږي رامنځته شي.

د سعودي شاهي حکومت چارواکو وویل، د افغانستان د سولې د بهیر چټکوالي په موخه به خپل ټول امکانات په کار واچوي او په دې لار کې به همکاري درېغ نه کړي.

همدارنګه ډاکټر عبدالله عبدالله له سعودي عربستان څخه وغوښتل، چې افغان محصلینو ته د لوړو زدکړو یو شمېر بورسونه او په دغه هیواد کې د د زده کړو زمینه برابره کړي.

د سعودي عربستان د تعلیم او تربیې وزیر ډاکټر احمد عیسی د عبدالله عبدالله سره په لیدنه کي وویل، چی دوی به له دې وروسته هر کال افغان محصلینو ته ۴۰۰ د لوړو زدکړو تحصیلي بورسونه ورکړي.

نوموړي په دې لیدنه کي زیاته کړه، چي حکومت به یې سمدستي په تعلیمي چارو کي د لازمي همږغۍ د ایجاد په موخه په کابل کي خپل سفارت ته د تعلیمي څانګي یو مؤظف شخص وټاکي.

وروسته له دې اجراييوي رييس ډاکټر عبدالله عبدالله له خپل پلاوي سره د سعودي عربستان په مکه مکرمه کې د عمرې مراسم هم ادا کړل او دغلته یې د مسجد حرام له امام او عمومي رئيس شیح عبدالرحمن السدیس سره هم ولیدل.

شیخ عبدالرحمن السدیس په لیدنه کې وویل، د افغانستان ولس یې په زړه کې ځای لري او تل یې دغه ولس ته د خیر او کامیابۍ دعاوې کړي دي.

شیخ عبدالرحمن السدیس زیاته کړې، د ټولې اسلامي نړۍ علماء اسلامي او بشري مسوولیت لري چې په اسلامي هیوادونو کې د مذهبي تاوتریخوالي او د تروریزم په ضد راپورته شي او په دې اړه کلکه مبارزه وکړي.

سعودي ته د ډاکټر عبدالله عبدالله سفر له لاسته راوړنو ډک و، که د نوموړي سفر په وعدو او هوکړو د سعودي شاهي حکومت چارواکي عمل وکړي نو دا به د دې هیواد لپاره لویې لاسته راوړنې وي.

 ویل کیږي د سعودي عربستان له سفر وروسته به اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله پاکستان ته هم سفر وکړي؛ خو په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button