کندهار: د ۲۲ ميليونه ډالرو په ارزښت ۱۶۵۵ ټنه انار بهر ته صادر شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۲۹) الماس خدرخېل
په کندهار کې د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، چې له دې ولايت څخه هند او پاکستان ته ۱۶۵۵ ټنه انار صادر شوي دي.
په ياد ولايت کې د سوداګرۍ خونې مشر نصرالله زهير وايي، چې د صادر شوو انارو له جملې څخه ۱۱۴۰ ټنه انار پاکستان او ۵۱۵ ټنه هندوستان ته صادر شوي دي.
هغه وايي د انارو موسم په پيل کې يې د ۲۲ ميليونه ډالرو په ارزښت انار دغه بهرنيو هېوادونو ته صادر کړي دي.
د دغه ولايت د سوداګرۍ خونو چارواکي وايي، چې سږ کال په کندهار ولایت کې د نورو کلونو په پرتله ۴۳ فیصده د انارو حاصلات زیات شوي او ټاکل شوې ده چې د لومړي ځل لپاره یوه اندازه انار د نمونې لپاره فرانسې ته هم صادر شي.
نصرالله زهير هيله مندي ښکاره کړه او ويې ويل، چې د موسم تر ختمېدو پورې به د سل ميليونه ډالرو په ارزښت انار بهرنيو هېوادونو ته صادر شي.
بل پلو د باغونو لرونکي او د مېوې سوداګر وايي، چې دوی ته دې د هوا له لارې بهر ته د مېوو په خاص ډول د انارو د انتقال لپاره امکانات برابر شي.
د افغان سوداګرو په وینا زیاتره وخت د مېوو په موسم کې د پاکستان سره سرحد وتړل شي او یا هم د واګې پر بندر ځينې وختونه موټرونو ته اجازه نهورکول کېږي او يا هم ځنډېږي چې له املهيې د لمدې مېوې کيفيت لهمنځه ځي.



