ننګرهار: نامعلومو وسله والو یو صراف په ډزو وژلی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ تله ۲۹ ) زرغون خوږیاڼی
نن سهار د جلال اباد ښار لومړۍ حوزې اړوند د شیریندل صحت ته څیرمه نامعلومه وسله والو یو صراف په ډزو وژلی، برید کوونکي له سیمې څخه په تيښته بریالي شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي پيښه تائيد کړې ده او ویلي یې دي، چې د عاملینو د نیولو لپاره په سیمه کې د پولیسو لخوا پلټنې روانې دي.
په سیمه کې عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي دي، چې د شیریندل صحت پلازې سره نږدې د شاهد په نوم یو تن صراف چې نن سهار وختي د خپلې هټۍ په خلاصولو بوخت و، د موټرسایکل سپرو لخوا په ډزو ووژل شو.
تر اوسه د یاد صراف د وژنې لامل څرګند نه دی.
د هېواد په لویو ښارونو کې د صرافانو ژوند خوندي نه دی، یوه ورځ وړاندې د هرات ولایت د ولایتي شورا غړی انوري د اختطاف او انسان وژنو په تور د دغه ولایت د لومړۍ محکمې لخوا په مرګ محکوم شو.
څه موده وړاندې د کابل ښار د صرافانو اتحادیې څو ورځې مسلسل لاریونونه وکړل او ادعا یې کوله چې د سروبي ولسوالۍ قومندان یې یو صراف چور کړی دی، دوی د یاد قومندان د نیولو او محکمه کولو غوښتنه کوله.



