فارياب: دوستم مليشو دولت اباد کې کورونه سوزولي- ۴۰ ښځې او ماشومان ټپيان

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵تله ۲۹) الماس خدرخېل

په داسې حال کې چې دوستم د فارياب ولايت په دولت اباد ولسوالۍ کې عمليات پیل کړي د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې دوستم ته منسوبو مليشو له ۵۰ زيات کورونه او دوکانونه سوزولي دي.

د سيمې اوسېدونکو رسنيو ته ويلي، چې د دوستم اړوند مليشو د خلکو په زورونه لاس پورې کړی او د خلکو شتمنۍ يې لوټ کړي دي.

د سيمې يو تن اوسېدونکی نصرالله وايي، چې د شيش پور په کلي کې د دوستم اړوندو مليشو تر ۴۰ پورې ښځې او ماشومان ټپیان کړي، هغه زياته کړه هرڅوک چې د دوی مخې ته ورشي وهل ټکول ورکوي.

د فارياب ولايت مدني فعالان بيا وايي، چې د ولسمشر مرستيال دوستم په دغه ولايت کې له پښتنو سره قومي برخورد کوي او د طالبانو په پلمه له عامو خلکو سره زور زياتی کوي.

هغه وويل، چې جنرال دوستم د دې په خاطر عمليات نه دي پیل کړي، چې له وسلوالو سره جګړه وکړي، هغه وايي دا فقط يو قومي برخورد دی او موخه يې په سيمه کې د پښتنو زورول دي.

د دولت اباد ولسوالۍ اوسېدونکو له دولت نه غوښتي چې له دوی سره دې د روان زور زياتي نه مخ نيوی وشي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button