جوزجان مرکز شبرغان کې ۱۵ کلن ځوان ځانوژنه کړې

کابل ټکی کام ۲۹تله/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

د جوزجان ولایت ځايي مسئولین وايي، چې تېره شپه د دغه ولایت د مرکز شبرغان مربوطاتو کې یوه ۱۵ کلن ځوان ځان ځوړند کړی دی.

د جوزجان ولایت د والي ویاند ویلي دي، چې د نوموړي د ځان وژنې لامل نه دی څرګند، خو امنیتي ځواکونو یې په اړه پلټنې پیل کړي دي.

د روغتیا وزارت مسئولین وايي، چې د دغه ځوان جسد د ډاکټرانو له خوا معاینه شوی دی، خو لا تراوسه پورې داسې کومې نښې نه دي ترلاسه شوي، چې نوموړي دې د خفګان یا د وهلو له کبله ځان وژلی وي.

خو د جوزجان ولایت د روغتیا وزارت ډاکټر فریدون حبیب وايي، چې دغه ځوان د خفګان له کبله ځان وژنه کړې ده.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button