څوک یی نشته!

مدثر همراز
ولاکه درته زه کومه ټوکه، څوک یی نشته
هغه هم دی زما په څېر بې څوکه، څوک یې نشته
خلوص محبت مینه دې په زړه کې مه ساته
دا ټول ښه سړیتوب دې ورته شوکه، څوک یې نشته
یتیم دی لاس یې نشته دی له لوګې نه مړ کیږي
د مور په شان یې غیږه کې للو که، څوک یې نشته
یو لاس د شفقت کاکا په سر باندی ورتېر کړه
د قهر دا غږونه دې لږ ورو که، څوک یې نشته
ای مشره د قام دا تنکي ګلان درته نه ښکاري؟
تعلیم او تربيه ورته شورو که،څوک یې نشته
انکار همرازه مه کوه سلګۍ، سلګۍ ماشوم دی
غوښتنو ته یې “نه” مه کوه “هو” که، څوک یې نشته



