شبیراحمد عثماني
هسې خو له ډیر وخت نه عسکر او پولیس د غلامې ادارې سره په کار کولو خجل او خپل وجدان ته شرمنده دي، وخت په وخت یې له خپلو دندو لاس اخیستی او یا هم له خپلو وسلو سره طالبانو ته تسلیم شوي خو د تیرو دوو میاشتو نه دا بهیر دومره ګړندی شوی دی چې په تیرو دری نیمو لسیزو کې یې ساری نه دی لیدل شوی.
د امریکا متحده ایالات او جرمني هیواد چې په اصطلاح د ملي اردو او ملي پولیسو په جوړښت او روزنه یې ملیاردونه ډالر مصرف کړي هک بک پاتې دي او دیته حیران دي چې د دومره ډیرو لګښتونو سره سره هغه هدف ته نه رسیږي کوم چې د غلام حکومت د ثبات لپاره اړین دی.
امریکایي جنرالان په ځغرده وایي چې د ملي اردو او ملي پولیسو سرتیري خپلې دندې خوشي کوي، له دندو تښتي او یا هم طالبانو ته تسلیمیږي.
اصلا حقیقت داده چې د افغان په خټه کې اسلامیت او افغانیت اغښل شوی دی. که یو شمیر یې د یو محدود وخت لپاره فریب وخوري دوکه شي، خو پای یې د حقیقت ادراک دی چې خپل اصل ته رجوع کوي.
واقعي مسلمان عسکر اوپولیس په دې ښه پوهیږي چې دوی د څه لپاره رزمیږي او پوهیږي چې رزمیدنه یې د چا د اهدافو لپاره ده په دې هم پوهیږي چې له چا سره جنګیږي. دا چې امریکایان د اقیانوسونو له خوانه دې خوا راځي او د افغانستان په پوځي ارګانونو خپل مالیات مصرفوي ته وا د مسلمانانو د ثبات سره مینه او علاقمندي لري؟
او یا افغانان دومره ورته ګران دي چې د دوی لپاره ملیاردونه ډالر اوبه کوي؟ نه نه دا هیڅ امکان نه لري . بلکې د دې لپاره دا هرڅه کوي چې دلته یو داسې نظام جوړ او وساتي چې د دوی ګټې خوندي کړي او د مسلمانانو په لاس مسلمانان ووژني، د خپلې خوښې نظام قایم کړي چې شریر،مفسد او خائنان خو د دوی د ګټو ساتونکي کسان په واک کې وساتي او مونږ دا هرڅه په غړیدلو سترګو وینو.
دې هرڅه ته په کتو یو شمیر عسکر او پولیس چې د ایمان نور یې په سینو کې شغلې خوروي د امریکایانو په وژلو لاس پورې کوي او که دایې د لاسه پوره نه شي په خپلو پوستو او قرارګاوو کې هغه کسان په نښه کوي چې د امریکا ګټو ته وفادار وي او یا هم د خپلو وسلو او مهماتو سره طالبانو ته تسلیمیږي.
ها – دا هم باید ووایو چې تر دې وخته طالبانو د هغو عسکرو او پولیسو تود هرکلی کړی کوم چې پورته یاد شوي کارنامې تر سره کړي.
طالبان چې د غلام حکومت او د دوی د بادارانو پر خلاف یې سنګر نیولی خپل هیواد او اسلام ته د وفادارۍ او ژمنتوب په ډګر کې لکه ستوري ځلیږي.
اولس او اولسي پرګنې هم تر هر چا په طالبانو زیات باور لري او د حکومت څخه سخت ناراضه او هیڅ د باور وړ یې نه ګڼي کرکه او نفرت ترې لري.
نو دا وجوهات دي چې ډلې ډلې عسکر، پولیس او اربکیان د خپلو وسلو سره طالبانو ته تسلیږي او اولس طالب ته په خپله غیږه کې ځای ورکوي.
طالبانو ته هم مناسب دي چې اوس خپله اوتوریته او باور نور هم په خپله اسلامي او افغاني ټولنه کې لوړ وساتي تر څو د خپلو ولسونو د امید غوټۍ ګلونه وسپړي.
















