د قهرمان ژمنه پوره نشوه، په لشګرګاه کې اوس هم جنګ دوام لري

عبدالهادي همت
د جبارقهرمان هغه موده پرون پنجشنبه پای ته ورسیده، چې ویلي وو: په اوو(۷) ورځو کې به په هلمند کې جنګ پای ته ورسیږي او نیول شوې سیمې به بیرته له طالبانو ونیسو.
جبار قهرمان خپله ومنله، چې په هلمند کې جنګ دوام لري، د طالبانو له لوري اوس هم د لشګرګاه په دویمه او دریمه حوزه کې جنګ دوام لري.
د د لشکرګاه ښار اوسیدونکي وایي، د قهرمان دا مهال ویش د یخ په سر لیکل وو، چې لمر ورباندې راوخوت هر څه ختم شول.
د هلمند یو بل تن اوسیدونکي ګل احمد ويلي دي، چې اوس هم لشکرګاه ته غزیدلې لارې د طالبانو له لوري تړل شوي دي او جنګ دوام لري، د نظامي چارواکو په وینا دا څنګه وعدې دي چې تر اوسه پوري یې نه دي عملي کړي!
ولي احمد احمدزي د ۲۱۵ قول اردو قومندان ویلي دي، مونږ ((د میوند قهر)) په نامه عملیات پیل کړي دي، دا عملیات به تر هغه ادامه ولري چې تر څو مو طالبان له لشکرګاه او ټول هلمند نه په شاتګ ته نه وي اړ کړي.
احمدزي په داسي حال کې دا خبرې کړي دي، چې اوس هم د هلمند ۷ ولسوالۍ د مرکز د زیاتي برخې په شمول د وسله والو طالبانو تر کنترول لاندې دي.
کومې ولسوالۍ چې د دولت تر کنترول لاندې دي هلته هم دولتي حاکمیت د ولسوالۍ اوقومندانۍ تر ودانیو پورې محدود دی او شاوخوا ولسونه او کلي ټول د طالبانو په لاسونو کې دي
قهرمان په خپله احساساتي وینا کې ویلي وو، چې طالبان به د لشکرګاه ښار څخه وباسم او ان د موسی قلعه ولسوالۍ به هم ترې ونیسم او وسله وال طالبان به شاتګ ته مجبور او بلاخره به یې له ټول هلمند څخه وتلو ته مجبور کړم.
په عمل کې ولیدل شول چې یاد قهرمان خپله وینا په ډيرو بې باوره احساساتو سره کړې وه او هیڅ کومه عملي جنبه یې ونه لیدل شوه.
طالبانو لشکرګاه ښار ته راغلې د جبار قهرمان ملیشې او کومکي قوه تر بریدونو لاندې ونیوله او په یوه ورځ کې یې ترې ۶۹ عسکر ووژل او ۱۲۵ نور یې اسیران کړل، په لسګونو ټانګونه، رینجر موټر او نور نظامي توکي یې د اور او ماینونو خوراک شول او یا هم طالبانو روغ رمټ له ځانه سره بوتلل او قهرمان نیمه خوا شاتګ وکړ.
جګړه د لاپو خبرې نه دي، بلکې قوي غزم او ایماني زور غواړي، خلک متل کا وايي، د جنګ کیسې خوږې دي خو میدان یې سخت دی، قهرمان چې میدان ولید نو په کړو ژمنو عمل ورته سخت وبریښید، شاتګ یې وکړ او لا تراوسه غلی دی!
په دې وروستیو کې د هیواد په شمال او جنوب کې جګړو زور اخستی، هره ورځ دولتي عسکر او پولیس د طالبانو له لوري وژل کیږي او که کوم عسکر د خپل سر او ایمان ساتل غواړي نو بیا د طالبانو لیکو ته تسلیمیږي.
د افغان حکومت خارجي ملاتړو تیره ورځ وویل، چې طالبان د خارجي عسکرو د جنګي الوتکو له بمبار پرته سیمي نیسي دولتي عسکر ولې نشي کولای، چې له بمبار سره سره بیا هم نه برلاسي کیږي!
ښکاره خبره ده، چې اوس دولتي عسکر هم نه غواړي خپل سرونه د ګډ او ناچله حکومت تر سیوري لاندې قربان کړي او د یو نامعلوم برخلیک سره مخامخ شي، د هیواد د سیاسي شنونکو په باور، دولتي سرتیري په حکومت بې باوره شوي، نه ورته په وخت مرستې رسیږي او نه هم ډوډۍ او نظامي اکمال، نو خپله پریکړه کوي چې باید له داسې بې خبره او بې باوره حکومت څخه لاس په سر شي او د طالبانو لیکو ته په ورتلو خپلو کورونو ته ورسیږي او خپل پاتې ژوند په ارامه اوخوندي توګه تیر کړي.



