کنړ: طالبانو په نورګل ولسوالۍ ډله اییز برید کړی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۱) زرغون خوږیاڼی
نن سهار وختي وسله والو طالبانو د کنړ ولایت د نورګل ولسوالۍ په وادنۍ او امنیتي پوستو له څلورو خواو نه ډله اییز بریدونه پیل کړي دي.
د کنړ ولایت چارواکو ویلي دي، چې طالبانو د نورګل ولسوالۍ پر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې د امنیتي ځواکو سره سخته جګړه کې کیوتي دي.
د کنړ ولایت امنیه قومندان جمعه ګل همت رسنیو ته ویلي، چې د نورګل ولسوالۍ پر امنیتي پوستو د طالبانو لخوا نن سهار وختي بریدونه پیل شوي دي، چې له کلک مقاومت سره مخ دي.
نوموړی وايي، چې تر اوسه پورې وسله والو طالبانو ته دروند ځاني زیان رسیدلی دی، خو کره شمیره یې په ګوته نه کړه.
د جمعه ګل په خبره تر اوسه د پوستو عسکرو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.



