ارزګان : طالبانو د وسلو ډکه پوځي قرارګاه نیولي ۱۲ تنه عسکر یې اسیران کړي دي

کابل ټکی کام ( شنبه ، چنګاښ ۱، ۱۳۹۵ل ): بصیراحمد پاڅون
طالبانو په یوه خپره کړي خبرپاڼه کې ویلي چې  تیره شپه ۹ بجې یې د ترینکوټ اړوند درویشان سیمه کې د سجاول په قرارګاه تعرضي برید کړی او دا پوځي قرارګاه یې په بشپړه توګه نیولي ده.
طالبان وایي د جګړې په وخت یې ۱۱ تنه تنه عسکر وژلي او د قوماندان په شمول یې  ۱۲ تنه اسیران کړي دي .
طالبان زیاتوي چې په قرارګاه یې یورینجر موټر، ۲ ټانکونه ، ۶۰  میله امریکايي ټوپکونه ، ۴ راکټونه ، ۴  ثقیلان ،  ۲۵۰۰۰۰  دبیلا بیلو وسلو مرمۍ ولجه کړي دي.
د ارزګان ولایت حکومتي ویاند دوست محمد نایاب د تیرې شپې د جګړې د تلفاتو په اړه څه دي ویلي خو ادعا کوي چې د ارزګان ولایت په دې وروستیو جګړو کې حکومتي سرتیرو تر شپږ سوه پورې طالبان وژلي او ۲۳ سوه تنه یې ټپیان کړي دي. خو طالبانو دا ادعا کاملا بې اساسه او دروغ ګڼي او وایي چې په دومره لوی شمیر کې طالب جنګیالي نه دي وژل شوي او د تیرې شپې په جګړه کې یې هم د هیڅ یو تن طالب جنګیالي وژنه نه ده منلي.
د ارزګان په ولایت دا دویم ځل دی چې طالب په دومره لوی شمیر کې وسلې مهمات ولجه کوي.
د پوځي چارو شنونکي وایي چې اوس د ارزګان په ولایت کې طالبان د جګړې لپاره په لوی شمیر کې وسلې او مهمات لري او جګړه به نوره هم ګړندۍ شي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button