کابل: پنځه لسمې حوزې اړوند سيمه کې چاودنه شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۲) الماس خدرخېل
د راپورونو له مخې د پلازمېنې کابل پنځلسمې حوزې اړوند سيمه کې د ملي اردو په يو رينجر موټر د مقناطيسي ماين په واسطه چاودنه شوې.
د پوليسو يو تن مشر سمونوال فريدون رسنيو ته ويلي، چې چاودنه نن سهار شاوخوا اوه نيمې بجې د ملي ښارګوټي په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې د رينجر موټر چلونکی ټپي شوی.
په چاودنه کې ټپي عسکر روغتون ته د تداوۍ په موخه وړل شوی.
د چاودنې مسؤليت تر دې دمه کومې ډلې نه دی منلی.



