اجرائيه رئيس: په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو پر مذاکراتو بې خبري ښودلې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۳) الماس خدرخېل
د ګډ حکومت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله تېره ورځ رسنيو سره په خپلو څرګندونو کې، په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو سره د مذاکراتو په اړه بې خبري وښودله.
نوموړي د یکشنبې په ورځ د خبري کنفرانس پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې، چې تاسې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو تماسونو ته څومره خوشبیني لرئ؟ وویل، په دې اړه معلومات نه لري.
عبدالله زیاته کړه: ((په دوحه کې د تماسونو په اړه هغه څه، چې په ریپوټونو کې راغلي، زه خبر نه یم، له همدې امله نه غواړم، چې په اړه یې خبرې وکړم)).
هغه همداراز وويل، چې ګډ حکومت له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره چمتو دی او د افغان سولې په بهير کې سعودي عربستان مهم رول لري.
عبدالله دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې څو ورځې د مخه په رسنيو کې د افغانستان د ملي امنيت رئيس معصوم ستانکزي او طالبانو تر منځ د خبرو اترو په تړاو ريپوټونه ورکول شول.
د وروستيو مذاکراتو د اوازو په اړه د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد او اوس اجرائيه رئيس عبدالله دغه خبرونه بې بنسټه وبلل، مجاهد رسنيو ته په يوه خبرپاڼه کې ويلي و که دوی هرکله د افغان حکومت سره مذاکرات کول نو په ښکار ه به يې کوي.
بل پلو ولسمشرۍ ماڼۍ او د سولې عالي شورا يو لوړپوړي چارواکي هم د دغې خبرو په اړه بې خبري ښودلې او ويلي يې دي چې دوی طالبانو سره د مذاکراتو لپاره چمتو دي، خو دا چې کومه اوازه خپره شوې په دې اړه معلومات نه لري.



