طیب اغا ته د یوه طالب لیک

قاري سعید خوستی
محترم اغا صیب السلام علیکم ورحمة الله وبركاته:
محترم اغا صیب د مطبوعاتو له لارې مې هغه مکتوب ولیدو چې تاسو شیخ هبةالله صیب ته لیږلی وه غواړم په اړه يې د یوه مسلمان مجاهد په صفت د خیرخواهۍ په منظور څو ټکي درسره شریک کړم.
مجاهد ملت او د دې ملت کونډې او یتیمان تا په لومړي ځل هغه وخت ودردول چې کله د أمير المؤمنين  له وفات وروسته په لومړي ځل تا د مخالفت غږ پورته کړ او په سستو دلایلو دې مخالفت ته ملا وتړله.
ستاسې پوهه، بصیرت، جهادي سابقه، کورنۍ تقدس، نه ایجابوي چې د معتصم اغا جان په پله دې پل کیږدی او د هغو په څیر دې رسوا شی چې اخرالامر يې د کفارو او ګوډاګیانو غیږو ته ځانونه اوغورځول.
اغا صیب: ستاسې اوسنی هلې ځلې به دغه مرصوص صف ته کوم زیان وانه ړوي خو برعکس ستا مخ به تاریخ ته تور شي او د مسلمانانو، مجاهدینو په زړونو کې به خپل ځاي له لاسه ورکړې.
اغا صیب: بیا هم وخت لرې او فکر وکړه  د لویدیځ میشتو پوهانو په مشورو اتکاء به دې دنیا او اخرت دواړه تباه کړي. شاید ځینو کړیو به تاته د قدرت، چوکۍ، پیسو لالچ درکړی وي خو باید موږ تاسې له تیرو څلویښتو کلونو څخه ډیر څه زده کړو.
ستا هغه اته وړاندیزونه یا تهمت تراشۍ د انصاف په ترازو درسره تللم، چې ټول کفار دې پرې خوشال او صادق مؤمنان دې پرې وځورول.
تاسو د خپل خط په لومړي بند کې داسې لیکلي:
(په قطر کې دې د طالبانو سياسي دفتر ته دنده وسپارل شي چې هغوی په نسبتاً آرامه او ازاده فضا کې د شورا د غړیو د کمیسیونونو مسولینو، په داخل او خارج کې د بې طرفه علماوو د لارښوونې او د سیاست پوهانو، د پوهنتونونو استادانو، او په هېواد مینو محققینو، مخورو او قومي مشـرانو له مشورو سره سم د اسلامي شریعت مطابق یو جامع ملکي، سیاسی او اقتصادي تګلاره جوړه کړي)
اغا صیب: مطلب دا چې تر اوسه اسلامي امارت د اسلامي شریعت مطابق یوه جامع، ملکي، سیاسي او اقتصادي تګلاره نه درلوده؟ که يې نه درلوده نو دا خپله څوارلس کلنه مبارزه څنګه ارزوې؟ ایا تاسې د یوې غیراسلامي تګلارې لاندې قربانۍ ورکړي؟ او که يې درلوده نو بیا ستا د دې لغت پرانۍ څه مطلب؟
تاسې وړاندې په خپل خط کې د امارت د نوم په اړه زیاته کړې:
( د طالبانو لپاره که د “امارت” پر ځای “تحریک” وکارول شي ښه به وي. “امارت” به د حکومت په معنا هغه وخت مناسب وي چې د هېواد مرکز او ورسره اکثریت خاوره د طالبانو په بشپړه کنټرول کې شي. یوازې د حکومتي تشکیلاتو په جوړولو او مطبوعاتي تبلیغاتو او پر اطرافي سیمو کنټرول او د بل په هېواد او خاوره کې د اکثرو مشرانو او تشکیلاتو وجود به په خپله خاوره کی د یو حکومت په معنا نه وي.)
تاسې وړاندې د امیرالمومنین د لقب په اړه لیکلي:
( د “امیرالمومنین” پر ځای دې د “امیر” یا “مشر” نوم وکارول شي ځکه د امیر المومنین په نامه د بیعت لپاره د جنګ کولو او فشار راوستلو لپاره دې تر هغه وخته انتظار وشي تر څو په پوره ډول د امارت يا امیر شرایط پوره شي او په هېواد کې دننه کنټرول تر لاسه کړل شي. ځکه دوی د نه بیعت په خاطر تر فشار لاندې کړل شول او د داسې حالاتو جوړېدو هڅه وشوه تر څو یا خو بیعت وکړي او یا له کوربه هیواده ووځي. د بیعت حاصلولو لپاره به د یو چا مخالفت او یا ورسره جنګ نه کېږي، او نه به هم څوک ځورول کېږي. دا څنګه کيدای شي چې په پاکستان کی ناست قیادت په بل هېواد یا افغانستان کې له نورو څخه د بیعت غوښتنه کوي؟)
اغا صیب: لومړی به له تا اوپوښتو چې د٢٠١٣م کال پورې چې مشر أمير المؤمنين  ژوندی ؤ، امارت يې شرعي نه ؤ؟ او نوموړی أمير المؤمنين نه ؤ؟ که ستاسې ځواب منفي وي نو بیا ولې تاسې١٢ کاله د یوه غیر شرعي امیر او امارت لاندې افغانان اوژل؟
که تر٢٠١٣م کال امارت هم شرعي ؤ، أمير المؤمنين هم شرعي ؤ نو بیا اوس کوم داسې شرعي ناقض رامینځته شو چې هغه مشروع امیر او امارت يې نامشروع وګرځول؟
امارت خو له٢٠٠١م کال راوروسته په مرکز او ولایاتو خپله سلطه له لاسه ورکړې نو که تاسو د امارت لپاره دا شیان شرط بولی، دا خو له٢٠٠١م کال راوروسته شتون نه لري. دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت په جغرافيايي، مادي، معنوي لحاظ له ٢٠١٣م څو چنده غښتلی ده.
تاسې چې د امیرالمومنین او امارت په لغوه کولو ټینګار کوی، شاید د ګوډاګي دولت د ملي امنیت مشر، ستانکزي او نورو لویدیځو سپي میځونکو درته پیچکاري کړي وي چې که تاسې غواړی سیاسي فعالیت وکړی، باید د امارت او أمير المؤمنين له قید څخه ځانونه ازاد کړی ځکه هم له شرعي نقطهء نظره هم له عقلي، نه شي کیدلی چې امارت او أمير المؤمنين دې په یوه مخلوط حکومت کې مدغم کړل شي. نو روښانه ده چې تاسو ته وظیفه سپارل شوې تر څو د امارت او أمير المؤمنين د نومونو په وړاندي خپل غږ پورته کړی او د امارت او أمير المؤمنين په کلک تار ګنډل شوی صف څیرې کړی او د شیخ هبة الله، معتصم اغاجان، محمدرسول، منان نیازي، او منصور دادالله په نومونو ګوندونه جوړ شي او دا واحد صف ټوټه ټوټه کړل شي او د دښمن د کلونو ارمان په مفته پوره شي.
دا چې تاسې یا نور په بیعت مجبور کړل شوي، په ځاي او شرعي کار شوی ځکه که تاسې غواړی، جهاد وکړئ نو اجازه به درنکړل شي چې د روس د جهاد تجربه بیرته تکرار شي او د خپلمنځي ګوندپرستیو له امله د یوه سپیڅلي اسلامي نظام د جوړیدو مخه ونیول شي.
تاسې وړاندې د پاکستان په اړه کښلي:
(د طالبانو مشران او د شورا غړي دې له پاکستان څخه ووځي. دا ډول به پاکستان هغه څه په دوی نه مني چې د طالبانو يا افغانستان په تاوان وي. دا کار ښايي د پاکستان په ګټه هم وي چې دا وخت له  فشارونو سره مخ دی.)
اغا صیب: شاید په کومه جنوني نشه کې وې او نبوي سیرت دې اصلا له یاده وتلی وي. رسول الله صلی الله علیه وسلم لومړی هجرت کړی ؤ بیا يې جهاد پیل کړی ؤ. د امت د عالمانو په هاند د هجرت لپاره شرط نه دی چې هجرتګاه به یو اسلامي نظام لرونکی هیواد وي بلکې نسبي امن لرونکي هیواد ته هجرت کول هم د هجرت د وجیبې د پوره کولو لپاره کافي دي. له شرعي اړخه تر تا سل چنده پوه، تقوادار، متدینو علماوو مجاهدینو ته پاکستان ته د تګ اجازه ورکړې، خو که بیا هم ته د دې هجرت د فساد په اړه کوم صریح صحیح دلیل لرې، رايې وړه خو یواځې په عقلیاتو به موږ ته قناعت رانکړل شې.
علاوه له دې، که د موضوع شرعي اړخ اصلا پریږدو؛ څنګه کیدلی شې چې طالبان دې د افغانستان په٣٢ ولایتونو کې جنګ پرمخ بوځي خو د زخمي د تداوی کوم مرجع دې ونه لري؟ که طالبان خپل زخمیان په پاکستاني روغتونو کې تداوي نه کړي، تاسې د یوه په ځان غره مشر په توګه طالبانو ته چې روزمره په لسګونه زخمیان ورغاړې کیږي، کومه متبادله لار لری؟ څه فکر کوی چې د دوحې مستشفیات به زموږ زخمیان اومني؟ یا د ترکيې او کوم بل هیواد روغتونونه به زموږ د زخمیانو تداوی ته تیار شي؟
که طالبان د خپلو مشرانو لپاره یوه پناهګاه ونه لري نو همداسې به طالبان د خپلو مشرانو د وژل کیدو شاهد وي او اوږده جنګي فرصتونه به بیا ستا په څیر خلکو په راماتولو او رضا کولو او د بیعتونو په راټولولو مصرفیږي او یا به صف ټوټه کیږي چې همدا د دښمن هدف دی.
اسلامي امارت د پاکستان سره د تعامل یو چوکاټ لري. که سترګې پټې نه کړې، درته به په تیر سیاسي تحرک کې واضحه شوي وي چې پاکستان ونشول کړاي چې په امارت د ډیرو فشارونو باوجود، خپلې غوښتنې اومني.
تاسې وړاندې د سیاسي دفتر په اړه زیاته کړې:
(د سیاسي او بهرنيو چارو لپاره دې د پخوا په شان یوازې سیاسي دفتر وکارول شي. هغه طالبان چې د پاکستاني، ایراني او نورو بهرنيو استخباراتو سره مستقیم یا غیر مستقیم اړیکې ساتي، د یو یا دوو خبرداریو وروسته دې د یو څه وخت لپاره او یا د نه اصلاح په صورت کې د ټول وخت لپاره له کاره ګوښه کړل شي، ځکه چې له دغو استخباراتو سره ارتباط شر او تباهي ته لاره هواروي. تېر وخت دا ثابته کړې ده چې د تحریک د استخباراتو کمیسیون او د ځینو نورو مسولينو لخوا د بهرنيو استخباراتو د درواغجنو او مغرضو معلوماتو پر اساس یو شمېر هېوادوال په داخل او خارج کې له منځه وړل شوي، بندیان شوي او یا ځورول شوي دي.)
جنابه: دلته بیا هم تاسې له یوې خوا تهمت تراشي کوی له بلې خوا د یوه خواخوږي په څیر مشوره وړاندې کوی. ستاسې دا خبره پرځاي ده چې د بهرنیو او سیاسي چارو لپاره سیاسي دفتر ته واک ورکړل شوی خو که له ځان سره عادلانه قضاوت وکړی، که نظامیان له تاسې څخه غوښتنه وکړي چې موږ ته دې ستاسې له طریقه کومه نظامي مرسته له بهرني هیواده وغوښتل شي، تاسې به دا غوښتنه هم احمقانه وبولی.
له شرعي پلوه موږ ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم له یوه یهودي څخه د حنین په غزا کې د څلویښتو زغرو اخیستل ښه لاسوند دی چې د امریکایانو د ایل کولو لپاره موږ مجاز یو چې له هرچا نظامي مرسته ترلاسه کړو خو که تاسې فکر کوی چې نظامي اړیکې هغه چې د اسلامي امارت استخبارات يې پالي، هم باید ستاسې تر واک لاندې راشي نو دا هم ستاسې په ناخبری دلیل دی. څنګه به کوم هیواد ستاسې له توسطه چې ګرځنده موبایلونه مو تر څار لاندې دي، ایمولونه مو تر څار لاندې دي، لیدنې او کتنې مو ترڅار لاندې دي؛ د اسلامي امارت سره د ځینو نظامي مرستو اړیکه ټینګه کړي؟
دا چې تاسې تور پورې کوی چې د اسلامي امارت استخباراتو په بهر کې افغانان ځورولي، هدف به دې معتصم اغاجان وي چې د اسلامي امارت په غوښتنه لومړی له ترکيې هیواد وشړل شو بیا متحده عرب اماراتو بندي کړ او په هغه هیواد کې يې له فعالیته راوګرځاوه.  طبعي ده چې تاسې په راتلونکي کې د معتصم اغاجان خدمت په غاړه اخلی نو د اسلامي امارت له استخباراتو ویره لری چې هسې نه له قطر او له بل کوم خلیجي هیواده مو د شړلو لپاره لاس په کار شي. خو تاسې چې د اسلامي امارت په وړاندې سنګر نیسی؛ دوی هم حق لري چې له هرې ممکنې لارې تاسې وځپي او له دغه مرفه عیش څخه مو بي برخې کړي.
وړاندې مو د بهرنیو مهاجرو په اړه لیکلي:
(په افغانستان کی په تیرو وختونو کی دا ثابته شوېده چې بهرني جنګيالي هیڅکله د مهاجر او یا مېلمه پر مرتبه نه دې قانع شوي بلکې هغوی د شراکت دار او ځينو ډلو خو آن د واکدار په حیث د اوسېدو هڅه کړې ده. د زابل پیښې ته په کتلو سره دې په تیرو دوو کلونو کې د راوستل شوو غېر افغان جنګياليو فعالیتونه کنټرول او د نورو راتګ وځنډول شي.)
اغاخانه: بیا دې په حقایقو سترګې پټې کړي. د وزیرستان له عملیاتو وړاندې ټول عرب مجاهدین سوريې ته لاړل یواځې د یولداش د ډلې ازبکان پاتې شول چې اسلامي امارت ترې له کلکو ژمنو وروسته د ایماني مسؤولیت په اساس دوی ته ځاي ورکړ خو هغوي چې ژمنې ماتې کړې او غدر يې وکړ، اسلامي امارت له اتمام حجت وروسته د دوی په ضد اقدام وکړ.
له دې پرته خو فعلا د اسلامي امارت په صفونو کې بهرني جنګیالي شتون نه لري او که موږ يې دلته نه وینو او ته يې له دوحې وینې نو شاید له فکري ګډوډۍ سره مخ شوی يې.
تاسې وړاندې د اسلامي امارت د مالي چارو په اړه تهمت تراشي کړې او لیکلي مو دي:
(که څوک غواړي په خپله خوښه له طالبانو سره مالي مرسته وکړي خو ښه دی، که نه باید په مرګ او بل شي تهدید نشي او نه هم په زور پیسې ور څخه واخیستل شي.)
اغا صیب: د اسلامي امارت په محاکمو کې ترټولو لوي جرم له چا په زور پیسې اخیستل دي چې د داعش سره د ځینو اختطاف ګرو د یوځاي کیدو لامل هم دا ؤ چې اسلامي امارت دوی له خپل صفه شړلي ؤ او ان ځینې يې په مرګ محکوم کړي وو خو شاید ته د ځان په اړه د کومې پیښې یادونه کوې. که تاسې له چا د تهدید په زور پیسې اخیستي وي نو به درته معلومه وي.
په پاي کې مو له لویدیځو مطبوعاتو بې بنیاده تورونه راکاپي کړي چې ګنې طالبان په لارو کې عام خلق ځوروي یا په مساجدو کې بریدونه کوي.
اغا صیب: جرمني، فرانسې، او ځینو نورو هیوادونو ته سفرونو دې لکه اصلا جهادي فکر مسخ کړی وي او اوس جهاد، استشهاد، ته د لویدیځ په عینکو کې ګورې؟ هغه تورونه چې تا يې له ځینو لویدیځوالو الهام اخیستی، د اسلامي امارت د نفوذ په ساحو کې يې ماشومان هم ردوي.
اغا صیب: که له تاسې اوپوښتو، چې په تیر سیپټمبر او اکتوبر کې تا او مولوی نیک محمد او احمدزي له معصوم ستانکزي او امریکایانو سره وکتل، او په راتلونکي کې بیاهم په ریاض کې د غونډې تابیه لری، د جدې د علماوو هغه کانفرانس چې د افغانستان د مقدس جهاد په ضد به فتوی ورکوي او تاسې همدغې کانفرانس ته فعلا په داخل او خارج کې په کمپاین بوخت یاست؛ نو تاسې د خپل دین او ایمان څنګه ارزوی؟ ایا د دومره لویو جرایمو سره به هم افغان مجاهدین ستا پخوانی تقدس اومني او یا دا هڅې به تا د کفر تر پولې ونه رسوي؟
په پاي کې مې غوښتنه دا ده چې هغوي چې تاته يې غوړې وعدې درکړي، ته يې هڅولی يې، په ملا يې ټپولی يې شاید تر وروستي منزله درسره وفا ونکړي او د لارې په مینځ کې دې لارورکی پریږدي.

مربوطه مطالب

One Comment

  1. سعید جانه په قلم دې برکته شه: ایله دې اوس پوه کړ آغا خان دا فکر کړی دی چې خلک به ئې تل دآغاتوب ترأغیزو لاندې وي خو خبر داسې ندی خلکو چې دوی ته قدر او عزت ورکولو لا مل ئې داوو چې ځانون ئې یوچاته منسوبه ول اومشران ئې تر خپله وسه پورې دشریعت تابع او حق ویونکي وو نو خلک هم ورته تابع وو خو چې کله دوی له خپل شرعي مسیر څخه وګرځیدل نو یواځي آغا توب کار نکوي لکه پیر صبغت الله مجدیدي، پیر سید أحمد ګیلاني … وغیره نو دهغو حالات او مقام دې په خلکو کښې وګوري ځان دې هم پرې قیاس کړي،،،

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button