امريکا: ترافيکي پېښه کې ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۳) الماس خدرخېل

د امريکا په کلفورنيا ايالت کې يو مسافر وړونکی بس موټر له يوه لارۍ موټر سره ټکر شوي.

د دغه ولايت چارواکو ويلي، چې په پېښه کې ۱۳ تنه وژل شوي او شاوخوا ۳۰ نور ټپيان دي.

پېښه د کلفورنيا ايالت د سالتون سي ښار ته څېرمه د ريدايرت کازينو په سيمه کې رامنځته شوې ده.

پوليس وايي، چې بس موټر په ډېر سرعت روان و چې د لارۍ سره ټکر شو او د موټر چلونکي په ګډون ۱۳ تنه پکې ووژل شول.

په پېښه کې د پنځه تنه ټپيانو حالت نازک ښودل شوی، ډاکټرانو ويلي چې شايد د ټپونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي.

پوليسو د ترافيکي پېښې د رامنځته کېدو په اړه څېړنې پيل کړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button