د ترکیې ۳۵ دیپلوماتانو المان کې د پناه غوښتنه کړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۴) زرغون خوږیاڼی

د ترکیې هیواد ۳۵ دیپلوماتانو د المان هیواد څخه د دیپلوماتیک پاسپورت او په دغه هیواد کې د پناه غوښتنه کړې ده.

د المان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي، چې د ترکیې ۳۵ اتباعو په دغه هیواد کې د دیپلوماتیک پاسپورت غوښتنه کړې ده.

یاد دیپلوماتان له ترکیې څخه وروسته له هغه د تیښتې لار غوره کوي، چې په تیر جولای میاشت کې په دغه هیواد کې د ناکامې کودتا هڅه وشو؛ خو کودتا ناکامه او په تړاو یې په زرګونو شکمن کسان ونیول شول او په یو شمیر رسنیو هم بندیز ولګید،چې ځینې خبریالان یې هم د شک په تړاو نیولي دي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند جوهانس دیمروچ په يوه خبري کنفرانس کې وويل، چې دې شمېر ترکي دیپلوماتانو کې د هغوی د کورنۍ غړي هم شامل دي؛ خو تر اوسه روښانه نه ده چې دا ټول سره له کورنیو په المانیا کې اوسیدل غواړي او که یواځې دیپلوماتان.

نوموړي د یادو دیپلوماتانو په اړه نور جزئيات ورنکړل، چې دوی د کومې انګیزې له مخې جرمني ته ځي او که د نیولو ویرې جرمني هیواد ته هڅولي.

ځايي شنونکو په اند دیمروچ د نه ده روښانه کړې، که ترکیه یاد دیپلوماتان له جرمني څخه وغواړي دوی به یې وروسپاري او که نه.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button