د ځمکې مجهولین د آسمان معروفین

عبدالرؤف حکمت
د عیدالاضحی ورځ تېره شوه، ماښام مهال چې خلکو د خوښیو په اوج کې د قربانۍ د اختر لومړۍ ورځ پای ته رسوله، د هیواد په یوه لرې پرته سیمه کې د امریکایي طاغوت بي پیلوټه الوتکې د مجاهدینو په یوه موټر د توغندي برید وکړ.
امریکایي کنترولیدونکی توغندی په موټر ولګېد او د قربانۍ د ورځې په ناوخته څلور تنه زلمیان د اختر له جامو، ځلنده څڼو، تورو سترګو او اختریزو نښو سره د بارودو په لمبو کې لولپه او د شهادت په خوب ویده شول.
په هغه ورځ چې خلکو د الله تعالی حضور ته د قربانۍ وجیبه پرځای کوله، چا د پسه، چا د غوایي او چا د کوم بل حیوان په غاړه چاړه ایښې وه او د الله تعالی د رضا په خاطر یې وینه تویوله. دغو زلمیانودغه ورځ د اسمعیل علیه السلام په شان د خپلو ځانونو په قربانۍ ولمانځله، هغوی د ژوند په نوم قیمتي سرمایه د الله تعالی په لاره کې له لاسه ورکړه او په داسې ډول یې له دنیا رخصت واخیست چې بدنونه یې د بارودو په لمبو سوزیدلي او د پیژندلو وړ نه وو.
هغوی خپل شیرین د ځوانۍ عمرونه او نازولي بدنونه د بارودو په لمبو لولپه کړل،خو نه یې په کومې راډیو یا ټیلویزیون په اړه کوم راپور خپور کړ، نه یې نومونه نړۍ ته ښکاره او اعلام شول او نه یې کومه بله داسې نښه پاته شوه چې راتلونکي نسلونه یې وپیژني.
هوکې!، زمونږ تاریخ د همداسې ګمنامو اتلانو په وینو لیکل شوی دی. زمونږ د فتحو بیرغونه همیشه د همداسې ګمنامو غازیانو، شهیدانو او قهرمانانو په اوږو د جبل الطارق، همالیا،البرز او قفقاز په غرونو رپیدلي دي. زمونږ په تاریخ کې پیژندل شوي نومونه یوازې د څو تنو هغو قومندانانو دي، چې د جګړو مشري یې کړې او په مهمو موقفونو کې پاتې شوي دي.
اما هغوی چې دغه ویاړمن بهیر ته یې د زړه وینې ورکړې، د خپل وینو په څپو یې د باطل زور او قوت لاهو کړی او د تاریخ تر ټولو عجیبې او غریبې حماسې یې پنځولي دي، هغوی زیاتره ناپیژندویه غازیان دي.
راځئ دلته د مجلې دا ګڼه د همداسې ناپیژندویه قهرمانانو په یاد ښایسته کړو. هغوی چې مونږ یې نه پیژنو، زمونږ هیر دي. مګر الله تعالی یې ډیر ښه پیژني او د دوی د سوچه او خالص عمل پاداش یې ټول د قیامت ورځې ته ورته ساتلی دی.
د ځمکې مجهولین د آسمان مشهورین:
د ځمکې له مجهولینو څخه مراد د الله تعالی هغه مخلص او بې ریاء بندګان دي چې تل کوښښ کوي خپل نیک عمل د انسانانو له نظر او ځانونه له شهرت څخه پټ وساتي.
د دوی معامله یوازې له الله تعالی سره وي، دوی د اخلاص رښتیني معنی پیژندلې او عملي کړي وي، ځکه اخلاص د بندګانو له ملاحظې نه د عمل تصفیې ته وایي.
د الله تعالی ددې مخفي او مجهولو عبادت ګذارانو که څه هم په دنیا کې تعریف او یادونه نه کیږي اما د الله تعالی په نزد د هر چا په نسبت معروف او محبوب وي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: (إن الله يحب العبد التقي الغني الخفي) رواه مسلم. ژباړه : بې شکه الله تعالی تقوادار، غني او خفي سړی یعني چې تقوا یې پټه ساتلې وي خوښوي.
همدا شان حضرت معاذ رضی الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (إن خير عباد الله الذين إذا غابوا لم يفتقدوا وإذا حضروا لم يفطن لهم يخرجون من كل غبراء مظلمة) رواه ابن ماجه. ژباړه د الله تعالی په بندګانو کې غوره هغه کسان دي چې کله غائب شي نو څوک یي تلاش نه کوي او چې حاضر وي څوک یې درک نه کوي او له هرې تیارې او ظلمت څه وزي.
د امت لویانو او متقدمینو همیشه پر دې اصرار درلود چې مؤمن باید د شهرت شوق ونه کړي، بلکې په پټه دې ددین خدمت سرته ورسوي. حضرت عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه به خپلو ملګرو ته د نصیحت په مهال ویل: كونوا ينابيع العلم مصابيح الهدى أحلاس البيوت سرج الليل جدد القلوب خلقان الثياب . تعرفون في أهل السماء، وتخفون في أهل الأرض”. ژباړه : شئ او له ځانه جوړ کړئ د علم چینې، د هدایت څراغونه، د خپل کورسره ملازمین( لکه هغه فرش چې همیشه په کورکې غوړیدلی وي) او شئ لکه د شپې مشالونه چې زړونه مو نوي( ژوندي وي ) او جامې مو زړې وي د اسمان د اهل تر منځ پیژندل شوي او د ځمکې د خلکو تر منځ پټ او ناپیژوندویه یاست.
د امت متقدمینو نهایي کوښښ کاوو چې ګمنام پاته شي او په مخفي حالت کې ددین خدمت وکړي. حضرت حسین ابن علی رضی الله عنهما به د شپې په تیاره کې له کوره ووت او مسکینانو ته به یې صدقه ورکوله ترڅو ونه پیژندل شي.
د لوی مصنف الماوردي په باره کې کتابونو لیکلي چې نوموړي په خپل ژوند هیڅ کتاب په خپل نوم نه و خپور کړی او غوښتل یې نوم یې پټ پاته شي؛ خو له مرګ وروسته یي دا راز کشف شو چې نوموړی د ګڼو مشهورو کتابونو لیکوال دی.
دغه راز د اسلام او دیني علومو په یونیم زرکلنه کتابخانه کې ډیر داسې تصانیف شته چې مصنفین یې نه دي پیژندل شوي، ځکه د هغه مهال په مؤمنانو کې للهیت او اخلاص خورا زیات و، پټ او په ګمنام حالت کې ددین خدمت به خوند ورکاوو او غوښتل به یې چې ټول عمل یې د الله تعالی د رضاء لپاره او په قیامت کې یې د بدلې برخه لویه شي.
خو دغسې خلک چې د اخلاص په تر ټولو لوړه مرتبه کې قرار لري، بندګان او د هغوی ترمنځ شهرت او تعارف یې نظرانداز کړی وي.
دوی که څه هم په دنیا کې او د ځمکې په سر ګمنام او مجهولین بلل کیږي اما د الله تعالی په نزد مجهولین نه دي بلکې الله تعالی یې تر ټولو ښه پیژني او په هر عمل یې پوره علم لري ( فمن یعمل مثقال ذرة خیرا یره) له همدې ځایه تاریخ لیکي، چې د حضرت عمر بن الخطاب رضی الله عنه په وخت کې یوه مسلمان په غزا کې لویه قهرماني وکړه، په کفارو یې جسورانه حملې وکړې او په پای کې د شهادت په مرتبه فائز شو.
له غزا وروسته حضرت عمر بن الخطاب رضی الله عنه د دغه ګمنام غازي د نوم او ځای پوښتنه وکړه؛ خو دغه ګمنام غازي هیچا نه پیژاند، وروسته حضرت عمر رضی الله عنه وویل: ما يضره ألا يعرفه عمر ويعرفه رب عمر، پروا یې نشته که عمر دغه غازي نه پیژني حال دا چې د عمر رب جل جلا له یې پيژني.
صاحب النقب
د اسلام علمي، جهادي، ثقافتي او روحاني تاریخ د ګمنامو اتلانو په یادونو ډک دی.
هغوی چې ددین لپاره یې ستر ستر خدمتونه کړي. د جهاد د اغزنې لارې سخت مراحل یې طی کړي دي مګر تر شا یې کوم پل او نښه نه ده پرې ایښي تر څو یي عمل یوازې الله تعالی معلوم وي.
د مشت نمونه خروار په حیث به د ګمنامو اتلانو له جملې د هغه نومورکي او ناپیژندویه اتل یادونه وکړو چې په تاریخ کې په صاحب النقب سره پیژندل شوی دی.
د روم د امپراطورۍ په وړاندې د اسلامي فتوحاتو په لړ کې یو وخت د اسلامي لښکر مشر محمد بن مسلمه د رومي کفارو له یوې سختې او ناقابل تسخیر کلا سره مخامخ شو.
مسلمانانو دغه قلعه محاصره کړه؛ خو قلعه ډیره محکمه وه، محکم برجونه او نه ماتیدونکي دروازه یې درلوده. که به مسلمانان نږدې ورغلل کفارو به ورباندې د غشو باران پیل کړ نو ځکه دغې کلا د مسلمانانو د پرمختګ مخه ونیوله.
کله چې ددغې سترې کلا فتحه وځنډېده او د مسلمانانو بریدونو ورباندې هیڅ نتیجه نه درلوده.
یوه شپه د اسلامي لښکر له یوه ناپیژندویه مجاهد سره فکر پیدا شو، چې که دغې کلا ته د ځمکې لاندې تونل ووهل شي او بیا چې کله مسلمانان په کلا یرغل کوي د همدې تونل د لارې یو کس د کلا داخل ته د دروازې له خوا سره ځای ته ځان وباسي او د کلا لویه دروازه دمسلمانانو په مخ خلاصه کړي کیدای شي دغه کلا فتحه شي.
همدغه کس به په یوازې ځان هره شپه تلو او د دروازې له خوا سره په تونل به یې په پټه کار کاوو، تر دې چې د څو شپو په ترڅ کې یې د کلا داخل ته تونل ورساوو.
بله ورځ چې مجاهدینو په کلا یرغل وکړ…
نور بیا…



