ننګرهار: پچير اګام کې د داعش له جګړې سلګونه کورنۍ بې ځايه شوي دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۵) الماس خدرخېل

د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت کې د داعش وسلوالو او دولتي سرتيرو ترمنځ د جګړو له امله د دغه ولسوالۍ نه سلګونه کورنۍ مرکز جلال اباد او يو شمېر نورو سيمو ته کډه شوي دي.

په سيمه کې يوې سرچينې کابل ټکی کام ته  وويل، چې لا هم د دغې ولسوالۍ په پاس پچير سيمه کې داعش وسلوال شتون لري او په سلګونه کورنۍ د جګړو له امله له دغې ولسوالۍ کډې کولو ته اړ شوي دي.

يوه اونۍ مخکې داعش وسله والو په پچير اګام ولسوالۍ کې بريدونه  وکړل، چې په ترڅ کې يې د سيمې اوسېدونکو او پاڅونوالو ته هم مرګ ژوبله واوښته او د سيمې د اوسېدونکو کورونه يې وسوځول.

په همدې تړاو درې ورځې وړاندې د کورنيو چارو وزارت په امر د ننګرها ګډو ځواکونو لخوا په دې ولسوالۍ کې عمليات پيل شول.

د سيمي اوسېدونکي وايي، چې داعش يوه ډراماتيکه لوبه ده، دولت پر داعش وسلوالو پرېکنده جګړه نه کوي.

د پچير يو بل اوسېدونکی سمرګل بيا وايي،  دولت د دوی په سر له چين او روسيې سره د سودا معامله کړې ده.

د دغې ولسوالۍ يو اوسېدونکی، چې د جګړو له امله د جلال اباد ښار ته راتښتېدلی وايي:”خلک داسې راوتلي چې هېڅ شی یې نه دی ورسره اخېستی، هر چا یوازې خپل ماشومان تر بغل لاندې کړي او تللي دي.”

که څه هم داعش نه د جګړو له امله د راکډه شوو کره شمېر نه دی څرګند؛ خو د سيمې اوسېدونکي اټکل کوي، چې شاوخوا ۱۰۶۰ کورنۍ به کډه شوې وي.

يو تن مدني فعال کابل ټکی کام ته وويل: بېځايه شوي خلک لومړنيو توکو ته اړتيا لري، خو تراوسه هېڅ يوه بنسټ ورسره مرستې نه دي کړي.

په ورته وخت کې د ننګرهار ولايت وياند عطاءالله خوګياڼي رسنيو ته وويل، بې ځايه شوو خلکو ته يې د مرستو رسولو هڅې روانې کړي دي، خو امکانات يې محدود دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button