ميدان وردګ ولايت کې سخته جګړه،مهم دولتي مراکز د طالبانو تر بريدونو لاندې دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۵) الماس خدرخېل
يوې سيمه ييزې سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، چې وسلوال طالبان د ميدان وردګ ولايت درانۍ او سره کلا سيمو ته راوتلي او د کابل کندهار لويې لارې يې تړلي دي.
دغې سرچينې زياته کړه، چې وسلوال طالبان له امنيتي ځواکونو سره په جګړه کې ښکېل دي او شديده جګړه روانه ده.
بله پلو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسينو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې جګړه د دوی پلويانو نن سهار پيل کړې او ميدان وردګ ولايت ته ټولې ورغلې ( دکابل وردګو، کندهار وردګو او جلریز وردګو) لويې لارې يې مکملې تړلي دي.
په دغه خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوی ځواکونو د دولت مهم نظامي تاسيسات تر بريدونو لاندې نيولي، چې له جملې يې د ياد ولايت امنيه قومندانۍ، د استخباراتو مرکز، د خالد نظامي قطعه، د سپيشل فورس د قطعې په مرکز درانه بريدونه روان دي.
مجاهد مخکې وايي کومه قوه چې د کومک لپاره راتله هغه هم د طالبانو په کمين او محاصره کې لوېدلې ده.
دوی زياتوي، چې په جګړو کې يې دښمن ته د سر او مال درانه زيانونه اړولي دي.
ذبيح الله مجاهد وايي، چې ملکي خلک باید د خپل ځان د ساتنې په منظور د جګړې سیمې ته له ورتګ څخه ډډه وکړي.
يوې امنيتي سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، چې د ميدان وردګ ولايت په مقام د هوان بريد شوی خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه شته.
د يادونې ده، چې د دغه ولايت بازار تړل شوی او په سرکونو کې امنيتي ځواکونه ښکته پورته ګزمې کوي.



