(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۶) زرغون خوږیاڼی
د نړیوال عدالت پروژې(World Justice Project) په یوه څیړنه کې ویلي، چې افغانستان د نړۍ په درېيم نمبر کې قانون ماتونکی هیواد دی.
د نړیوال عدالت پروژې دا څيړنه د نړۍ په ۱۱۳ هېوادونو کې کړې ده، چې په هر هېواد کې له سل زرو کسانو څخه څلویښت پوښتنې کوي.
په قانون ماتوونکو او بې قانونه هېوادونو کې لومړی وینزویلا دویم کمبودیا او درېيم افغانستان دی، چې ورپسې مصر، کامرون، زمبابوې، ایتوپیا، پاکستان، یو ګنډا او بولیویا دي.
پاکستان هم له مونږ لرې نه دی او په قانون ماتوونکو کې ۸ نمبر هېواد دی.
په قانون پلي کیدونکو هیوادونو لومړی ډنمارک دی، ورپسې ناروې، فنلنډ، سویډن، هایلنډ، جرمني، اطریش او نګلستان هیوادونه دي.
دوی د قانون پلي کیدونکو هېوادونه ته د ((خوشحاله، شتمن، صحتمند او ډآډمن هېوادونه)) نوم ورکړی دی.
دنړیوال عدالت پروژې په عمومي توګه په هیواد کې د حکومت ازادي او خپلواکي، د اداري فساد شتون، بشري حقوق، سوله او امنیت، مدني حقوق، جرمونه او قضايي فساد تر څیړنې او ارزونې لاندې نیسي.

















