طالبان: غزني کې د پولیسو قطعې قومندان امین ووژل شو

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لړم ۶) زرغون خوږیاڼی

غزني ولایت کې د پولیسو د قطعې قومندان امین د درې نورو پولیسو په ګډون وژل شوی، ویل کیږي چې د  قومندان امین ام بي ټانګ په یو ښخ شوي ماین انفجار شوی دی.

طالبانو کابل ټکی کام ته په رالیږل شوي خبر کې ویلي چې غزني کې یې د صفر شپږ قطعې قومندان امین وژلی دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې نن ناوخته د غرني ولایت د شلګر ولسوالۍ په ګندهیر سیمه کې د پولیسو په یو قطار لومړی انفجار او وروسته برید وشو.

د مجاهد په وینا په دې برید کې د قومندان امین په شمول ۳ پولیس ووژل شول او ۴ نور ټپیان شول.

تر دې دمه د ولایت چارواکو څه نه دي ویلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button