ننګرهار: په سرتيري بريد کې 6 تنه وژل شوي او ۷ تنه ټپيان دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۱۰) الماس خدرخېل
څو شيبې وړاندې د جلال اباد ښار اړوند مولوي خالص فاميلو کې د قومي مشر ملک ښايسته خان په ديره کې سرتيری بريد ترسره شو.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي رسنيو ته ويلي، چې بريد هغه مهال ترسره شوی، چې د پچيراګام ولسوالۍ څخه د راکډه شويو کډوالو په اړه د مرستو راټولو په اړه خبرې غونډه روانه وه.
بل پلو د اريانا نيوز خبريال رحمت الله زيارمل وايي،په غونډه کې پر دې هم بحث کېدلو، چې افغان امنیتي ځواکونو ته په پچیر اګام ولسوالۍ کې د داعش وسلوالو خلاف د عملیاتو زمینه برابره کړي.
د لومړنيو معلوماتو له مخې په دې بريد کې ۶ تنه وژل شوي او ۶ تنه نور يې سخت ټپيان دي.
د پېښې ټپيان د جلال اباد ښار ځينو روغتونونو ته د تداوۍ په موخه لېږدول شوي دي.
د ننګرهار د عامې روغتيا مسؤلينو رسنيو ته ويلي، چې تر دې دمه ورته له پېښې ځای نه ۶ مړي او ۷ ټپيان وروړل شوي دي.
د نوموړي په وينا په پېښه کې د يو شمېر زيانمنو جسدونه لا هم په سيمه کې پاتې دي.
ناتائيد شوي راپورونه وايي، چې بريدګر دوه تنه وه او يو تن يې د ولسي خلکو له لوري نيول شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې د خالص بابا فامیلیو ته له پچیر اګام ولسوالۍ څخه جګړه ځپلي خلک راغلي او دلته میشت دي.
تر دې دمه د دغه برید مسؤلیت د حکومت کومې مخالفې وسله والې ډلې نه دی منلی.



