روزګان: د امريکايي الوتکو بمبارۍ کې ۳۰ ملکي وګړي وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۱۰) الماس خدرخېل
د روزګان ولايت د چورې ولسوالۍ د درويشانو په سيمه کې امريکايي الوتکو د ملي اردو پر تسلیم شوي کنډک کې دننه هغه ۳۰ تنه ملکیان او کلیوال په بمبارد کې وژلي، چې په نوموړي کنډک کې د جالونو او يو شمېر نورو پاته شوي شيانو په راټولولو بوخت وه.
د سیمې د خلکو په وینا په دې بمبارۍ کې لږ تر لږه ۳۰ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي، ويل کېږي په وژل شوو کې ماشومان او سپين ږيري هم شامل دي.
نوموړې سيمه د چورې او ترينکوټ په لويه لاره پرته د درويشانو سيمه ده، چې دغلته د ملي اردو ۷ نمبر کنډک ميشت و.
د سيمي اوسېدونکي وايي، بمباري وروسته له هغې وشوه، چې وړمه شپه په ياده سيمه کې د نوموړي کنډل ۴۲ تنه عسکر طالبانو ته له خپلو تجهیزاتو سره تسليم شول.
طالبانو ويلي، د بمبارۍ پر مهال په ياده سيمه کې د دوی کوم جنګيالی او يا د ملي اردو عسکر شتون نه درلود او امريکايي الوتکو ټول ملکي خلک بمبار کړي دي.
بريد د بې پيلوټه الوتکو له لوري ترسره شوی، ځايي اوسېدونکي وايي، په قرارګاه کې له عام ولس پرته نور څوک نه وو.
د یادونې ده، چې امریکايي ځواکونو د لړم پر ۷مه نېټه د ننګرهار د شېرزادو ولسوالي د مېرکیخېلو په سيمه کې د قومي مشر ملک فاروق په ګډون ۳۱تنو ملکیانو ته په هوايي برید کې مرګ ژوبله واړوله.
بايد وویل شي، چې د امريکايي الوتکو د بمبار له امله په دې وروستيو کې مرګ ژوبله زياته شوې او د ولسي وګړو تر څنګ يې څو ځله امنيتي ځواکونه هم په نښه کړي.



