بادغیس : ملي اردو عسکرو د یو دیني عالم کور په هاوانونو ویشتلی

کابل ټکی کام: لړم ۱۰ مه، ۱۳۹۵ل ( بصیراحمد پاڅون)
د بادغیس ولایت نه رارسیدلي خبرونه وایي چې د مقر ولسوالۍ د کیشانو په سیمه کې د ملي اردو عسکرو د یو جید دیني عالم مفتي مولانا سراج الدین کور په هاوانونو ویشتلي دی د مفتي صیب میرمن او ۳ ماشومان یې ټپیان کړي دي.
مفتي سراج الدین د هیواد په کچه ستر دیني عالم دی چې په هیواد کې د ننه په روحاني خدمت بوخت دی، تر دې وخته یې سلګونه افغان طالب العلمانو ته د هیواد په د ننه کې زده کړې ورکړي دي.
د کیشان سیمې اوسیدونکي وایي چې مفتي صیب د تعلیم او تعلم نه بل کار نه لري خو د اردو عسکرو په قصدي ډول د ده کور په هاوانونو وویشت.
د اردو عسکرو په دې کار د سیمې ټول خلک سخت غصه شوي دي حاجي ابراهیم وایي چې حکومت په لوی لاس دیني علماء په هجرت کولو مجبوروي . دی وایي چې دا زمونږ د هیواد دیني علمي هستۍ دي، که دوی بل هیواد ته لاړ شي نو دا به زمونږ د هیواد او ولس لپاره یو ستر زیان وي



