د لمونځ مسایل (۲۶مه برخه) – د لرګي په تخت يا بل شي لمونځ کول –

لیکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)
د لمانځه د دريم شرط بيان
همدا ډول هغه ځاى چې لمونځ پرې کيژي له حقيقي نجاست نه پاک پکار دى، هو ! که چيرته د معافي په اندازه وو بيا څه خبره نشته، د لمانځه له ځاى څخه هغه ځاى مراد دى چيرته چې د لمونځ کونکي پښې وي او د سجده کولو په وخت کې چيرته چې د هغه زنګنونه، لاسونه، ټنډه او پزه ايښودل کيژي.
که چيرته يو ځوک په ناپاکه زمکه باندې جامه وغوړوي او لمونځ پرې کوي نو په هغې کې شرط دا دى چې هماغه جامه به دومره باريکه نه وي چې له هغې څخه لاندې شيان ښکاره تر سترګو کيژي ([1]).
په کومو لمنځونو کې په څومره اندازه دريدل فرض دي
پوښتنه : په کومو لمنځونو کې په کومه اندازه دريدل فرض دي؟
ځواب : د فرض او واجب لمنځونو لپاره په دومره اندازه دريدل فرض دي چې قرئت پکې کيدلی شي ([2]).
د ځاى پاکولو مطلب
پوښتنه : د ځای پاکولو مطلب څه دی؟
ځواب : مطلب دا دی چې د لمونځ کونکي د قدمونو، زنګنونو، لاسونو او د سجدې لګولو ځای به ضرور پاک وي.
د لرګي په تخت يا بل شي لمونځ کول
پوښتنه : د لرګي په تخت يا په بل شي چې لمونځ پرې کيدلی شي، که يې يو لورې پاک وي او بل ناپاک نو په دې باندې لمونځ کيدلی شي او که نه؟
ځواب : دا هيڅ پروا نلري، البته د نري جاينماز که يو لورې پاک او بل ناپاک وي نو په دې باندې لمونځ کول روا نه دي.
که په يو چا کې د دريدلو طاقت نه وي
پوښتنه : که په يو چا کې د دريدلو طاقت نه وي بيا به څه کوي؟
ځواب : که د ناجوړتيا، زخم له وجهې يا د دښمن د ويرې له وجهې نشي دريدلای نو په ناسته باندې فرض او واجب لمنځونه کولای شي ([3]).
که د يوه جاينماز لاندنى برخه پليته وي !!
پوښتنه : که د يوه جاينماز لاندنۍ تا پليته وي او پورتنی تا يې پاکه وي نو په دې باندې لمونځ کول روا دي او که نه؟
ځواب : که دغه دواړه تاګانې سره ګنډلی شوې نه وي او پورتنی تا دومره غټه وي چې د لاندنی تا رنګ او بوی ترينه نه ښکاره کيږي نو لمونځ کول پرې روا دي او که دواړه تاګانې سره ګنډلی شوې وي نو احتياط دا دی چې لمونځ نه پرې کيږي.
که پر پليته زمکه فرش يا کپړه خپره کړى شي !!
پوښتنه : که پر پليته زمکه يا فرش پاکه کپړه خپره کړل شي نو په دې باندې لمونځ کول روا دي او که نه؟
ځواب : که د پليتي رنګ او بوی ترينه نه ښکاره کيدلو نو لمونځ کول پرې روا دي.
([1]) مسايل رفعت قاسمي، ٢ : ٣٢،٣٢، بحواله : البحرالرائق، درمختار، مراقي الفلاح، علم الفقه، ج : ٢، ص : ٢٦، هدايه، ج : ١، ص : ٥٨، کبيري، ص : ٢٠٨.
([2]) تعليم الاسلام، دريمه برخه : ٥٩.
([3]) تعليم الاسلام، دريمه برخه : ٥٩.



