ملګري ملتونه: روان کال کې د جګړې له امله ۴ لکه کسان بې کوره شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۱۱) الماس خدرخېل
ملګرو ملتونو چې تېره ورځ يې په افغانستان کې د جګړې له امله د بې کوره شوو خلکو په اړه راپور خپور کړ، پکې ويلي، چې روان کال کې د هېواد په زياتو سيمو کې څه باندې ۴ لکه کورنۍ بې ځايه شوي دي.
د ملګرو ملتونو ادارې د کال په پیل کې ويلي و، چې شايد د جګړو له امله دوه نيم لکه کسان بې کوره شي، خو د دوی د اټکل خلاف د جګړې شدت څلور لکه کسان کډوالۍ ته اړ کړل.
نوموړي سازمان اندېښنه ښودلې چې په افغانستان کې د جګړې له امله د بې کوره شويو خلکو شمېر د زياتېدو په حال کې دی، په راپور کې راغلي د هرو ۵ بې ځايه شويو کسانو نه يې يو په داسې ځای کې دی، چې هيڅ بشري مرستو ته لاسرسی نه لري.
د دې سازمان په راپور کې رغلي، چې د مخکني اټکل خلاف، د روان میلادي کال له پيل راهیسې لږ تر لږه ۴۱۱ زره افغانان د جګړې له امله له خپلو سیمو تېښتې ته اړ شوي دي.
ملګري ملتونه داسې مهال دا راپور خپروي، چې د ولسمشر مرستيال دوستم په ګډون سلګونه امريکايي عسکر هم په مخامخ جګړو کې برخه لري.
د دې سازمان راپور په داسې حال کې خپرېږي چې د ولسمشر د مرستیال جنرال دوستم په ګډون سلګونه امریکايي عسکر هم مخامخ جګړو ته روان دي او په هوايي بریدونو سره يې جګړه لا تونده کړې ده.
د يادونې ده، چې په دې وروستیو کې د جګړې له ښکېلو غاړو پرته ګڼ ولسي وګړي د بهرنیانو د هوايي بریدونو هدف ګرزي چې وروستي بريد يې د امریکا ډرون الوتکو د مرکز ترینکوټ په درفشان سیمه کې ۳۵ ولسي وګړي بمبار کړل..
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې په کلیو کې نا امني د دې سبب شوې چې سلګونه زره تنه خپل کورونه پرېږدي.



